نړۍ

چيچنيا کې د روسيې د پوځ اړوند چورلکه نسکوره شوې- نهه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د چيچنيا جمهوريت د اتوم کالي غرنۍ سيمه کې د روسيې د پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې او نهه تنه پکې وژل شوي دي.

د چیچنيا مشر رمضان قادروف ويلي، د چهارشنبې په ورځ د روسيې د سرحدي ځواکونو اړوند چورلکې سقوط کړی چې لامل يې ښايي د هوا خرابوالی وي.

د انټرفاکس خبري اژانس ليکلي، د MI8 ډوله چورلکه کې نهه کسانو سفر کولو چې پنځه تنه يې ځای پر ځای وژل شوي او څلورو نورو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ هم د سوريې په لازقيه ولايت د حميم هوايي پوځي ډګر کې د روسيې د پوځ يوې الوتکې سقوط وکړ، چې په ترڅ کې يې د شپږو تنو د الوتکې د عملې سربيره ۳۹ روسي پوځيان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

ډیر ښه الله دی هم روسیه تباه کړی هم امریکا دا د سوریه مسلمانانو آه وه چی روسانو پری بمبار کړی وه او الله پاک یی جزا ورکړه انشاالله چی یوه ورځ دا دواړه شیطان صفته قدرتونه هلاک او تباه شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x