چيچنيا کې د روسيې د پوځ اړوند چورلکه نسکوره شوې- نهه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د چيچنيا جمهوريت د اتوم کالي غرنۍ سيمه کې د روسيې د پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې او نهه تنه پکې وژل شوي دي.

د چیچنيا مشر رمضان قادروف ويلي، د چهارشنبې په ورځ د روسيې د سرحدي ځواکونو اړوند چورلکې سقوط کړی چې لامل يې ښايي د هوا خرابوالی وي.

د انټرفاکس خبري اژانس ليکلي، د MI8 ډوله چورلکه کې نهه کسانو سفر کولو چې پنځه تنه يې ځای پر ځای وژل شوي او څلورو نورو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ هم د سوريې په لازقيه ولايت د حميم هوايي پوځي ډګر کې د روسيې د پوځ يوې الوتکې سقوط وکړ، چې په ترڅ کې يې د شپږو تنو د الوتکې د عملې سربيره ۳۹ روسي پوځيان ووژل شول.

تبصرې (1)

  • ډیر ښه الله دی هم روسیه تباه کړی هم امریکا دا د سوریه مسلمانانو آه وه چی روسانو پری بمبار کړی وه او الله پاک یی جزا ورکړه انشاالله چی یوه ورځ دا دواړه شیطان صفته قدرتونه هلاک او تباه شی.