fbpx
afghan-police-kalashikof

ولي د افغاني لوریو ترمنځ د تبادلې فرهنګ نه عملي کیږي؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د تیرې شنبې په ورځ چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ کومه تبادله وشوه تقریبا ټول لوري د هغې له مثبتو اغیزو راضي او داكار د سولې د ټینګښت په لاره کې یو مثبت ګام بولي .

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ اسيران تبادله كيږي ، بلکې تر دې له مخه په کال ۲۰۰۷ کې طالبانو د لومړي ځل لپاره د خپلو پنځو مهمو چارواکو په عوض کې له ایټالوي ځواکونو سره تبادله وکړه.

په دې تبادله کې طالبانو ایټالوي ځواکونو ته د دانيال ماسترو جياكومو په نوم هغه بندي ایټالوی وسپاره کوم چې یې په سیمه کې د بهرني جاسوس په نوم نیولی وه همدا راز طالبانو د ۲۰۰۷ کال د جولای په میاشت کې د جنوبي کوریا ۲۳ تنه عیسايي مبلغین د جنوبي کوریا رسمي مقاماتواو د هغوی د بهرنیو چارو وزیر ته له افغانستان څخه د ټولو کوریايي ځواکونو د پرشاکولو په شرط د یوې معاهدې له لارې ور وسپارل.

د طالبانو د استازیو او د جنوبي کوریا د لوړ پوړو د ولتي چاروکو ترمنځ د دغې معاهدې لاسلیکول او د هغوی ترمنځ د مشترک مطبوعاتي کانفرانس دائرول د غزني ولایت په مرکز کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په منځګړیتوب تر سره او ټول ۲۳ تنه کوریایان مقابل جانب ته وسپارل شول.

همداراز په تیرو ۱۳ کلونوکې د طالبانو او بهرنیانو ترمنځ چې په هغه کې د فرانسې ، ایټالیې ، ترکیې، روسیې ، جنوبي کوریا , ايران ، قزاقستان او ځینونوور هیوادونو نيول شوي غړي موجود ول په مستقیم او غیر مستقیم ډول د تبادلو او خپل منځي جوړجاړيو له لاري خلاص شوي او ژوند یې ژغورل شوی .

اوس پوښتنه داده چې ولي دغه د تبادلې او جوړجاړي فرهنګ خپله د افغاني لوریو ترمنځ نه عملي کیږي ؟

د ثور په میاشت کې چې کله طالبانو د بدخشان د یمګان په ولسوالۍ کې ۲۳ تنه نیول شوی پوځیان دسیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب ور پریښودل دا کار د ټول ولس لخوا ډیر وستایل شو او هغه يې یو مثبت عمل وباله .

مونږ ګورو چې د طالبانو په نوم ډیر کسان د کابل حکومت په زندانونوکې په ډیرو ناوړوشرائطوکې پراته دي ، او همداراز ډیر وخت د طالبانو لخوا يو زیات شمیر دولتي ځواکونه اسیران کیږي خو د جانبینو ترمنځ د دغسي سوله ییزو تعاملاتو د نشتون له کبله وینو چې د جانبینو اسیران له سختو ستونزو سره مخ اوډیروخت خو له ژونده محرومیږي.

نو دا چې هم طالبان وايي چې زمونږ مبازه اصلا په هیواد کې د سولې دټینګښت لپاره ده او هم د کابل حکومت له کلونو راهیسې د سولې په نوم داسې کمیسیونونو اوشوراګانې جوړوي چې د ټول نظام په کچه لوړ مصاریف ورباندې کوي ولي د خپلو جنګي اسیرانو د ژوند ژغورلو په اړه دغسې تبادلو ته زمینه سازي نه کوي چې د بهرنیانو په څیر د خپلو اسیرانو ژوند وژغوري؟

که فرضا د کابل حکومت دا ادعاکوي چې مونږ نه غواړو د طالبانو غوښتنو ته تسلیم شو او له هغوی سره تعامل وکړو ؛ ځکه دغه تعامل د هغوی د رسمیت معنا لري نو ایا امریکا، ایټالیا،فرانسه ، جنوبي کوریا او نوروهغه مقتدرهیوادونه چې دخپلو اسیرو اتباعو د ژوند ژغورلو په خاطر له طالبانو سره تبادلې او معاملې ته حاضریږي هغوی په دې نه پوهیږي چې زمونږدغه تعامل د طالبانو د په رسمیت منلو مانا لري او مونږ باید داکار ونه کړو؟

دلته اصلي خبره داده چې افغانانو ته په صورت عموم د خپلو افغانانو ژوند ارزښت نه لري ؛ ځکه له دغو مهمو قضایاووسره داشات په بیغوري تعامل کوي.

کاشکي داسې وشي چې له دې په هیسته دغه د تبادلو او جوړجاړیو فرهنګ د افغانانو په منځ کې هم ترویج ومومي په دې سره به له یوې خوا هغه په زرګونو محروم افغان بندیان چې په یوه اوبل نوم د زندان د تورو تمبو شاته پراته دي د آزد اوخپلواک ژوند څښتنان شوي وای اوله بلې خوابه هغه افغان زلمیان چې د یوې ګولې مړۍ د پیداکولوپه نیت د وسلې اخیستلوته اړشوي او بیا د جګړې په ډګرکې اسیران شوی له بي ځایه وژل کیدو ژغورل شوی وای .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د