جرمني افغان جګړې ته نور عسکر رالېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): جرمني چارواکي وايي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره د خپلو عسکرو شمېر زیاتوي.

د جرمني د دفاع وزيرې اوروزلافن در لاین دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو په زیاتولو غور کوي.

هغې پرون چهارشنبه موافقه وکړه، چې د افغان جګړې لپاره به د خپلو ۹۶۳ عسکرو شمېر ۱۳۰۰ تنو ته رسوي.

جرمني عسکر د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د ناټو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د کابل پروسې له دویمې ناستې یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرا نېکولسن وویل چې دوی به جګړه توندوي او طالبان به د جګړې په زور سولې ته اړ باسي.

جرمني چارواکي په داسې حال کې د خپلو عسکرو د ډېرېدو پرېکړه کوي، چې د امریکا کانګریس، سیاسي مبصرين او کارپوهان پرلپسې پر سپينې ماڼۍ غږ کوي چې دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د