افغانستان

کندهار: بولدک کې بريد پای ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د کندهار په سپین بولدک کې سرتېری برید نن سهار پای ته ورسيد.

دغه برید چې طالبانو يې مسوولیت منلی د دوی څلورو ملګرو کړی د دې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او شهرا کنډک کې يې تر سهاره جګړه کړې ده.

د کندهار چارواکي وايي بريد کې درې پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي او دعوه کوي چې تېره شپه یوولس بجې جګړه پای ته ورسېده.

دغه جګړه چې تېره شپه اته بجې شروع شوې وه، طالبان وايي نن سهار اوه بجې پای ته ورسېده.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویلي، برید د دوی څلورو ملګرو، مصطفی، اسدالله، ممتاز او خالد ترسره کړی او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

خبرپاڼه لیکي: «په جګړه او چاودنو کې په لسګونه مزدور سرحدي عسکر قتل او ژوبل شول درانه مالي زيانونه هم ور واوښتل.»

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چې برید له د کرښې هغې خواته پلان شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x