نړۍ

روبرټ فورد: سوريه کې مې د سفير په توګه خپله دنده د امريکا د سياست له امله پرېښوده

سوريې لپاره د امريکا پخوانی سفير روبرټ فورډ وايي، چې خپله دنده يې ځکه پريښوده، چې د امريکا له سياسته ورته دفاع ناشوني وه.

روبرټ فورډ امريکايي تلويزون سي ان ان سره په يوه ځانګړې مرکه کې و ويل، چې سوريې لپاره د امريکا پاليسي هيڅ درملنه نه لري، امريکا د دواړو لوريو “حكومت او مخالفينو ” تر منځ د زور او ځواک تله يو شان ساتل غواړي او دا کار د امريکا سياست او سوريې دواړو لپاره خطرناک دی.
فورډ زياته کړه، چې امريکا تل وروسته خپل سياست ته پام کوي، ځکه چې بشارالاسد د ايران، روسيې او حزب الله له مرستې پرته هيڅ نشوای کولای، ولې امريکا تر اوسه په دې اړه هيڅ جدي غبرګون نه دی ښودلی.

د امريکا پخوانی سفير زياته کړه، چې اسد د سوريې په درېيمه برخه ځمکه هم حکومت نه لري او ما لا دوه کاله وړاندې سپينې ماڼۍ ته خبر ورکړی و، چې سوريه کې د اسلامپالو فعاليتونه مخ پر زياتيدو دي او د اسد د ځواک خلا به دغه اسلامپال ډکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x