د ښځو نړیواله ورځ او د افغان ښځې وضعیت – راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د مارچ اتمه چې د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې په افغانستان کې هم همدا ورځ د ښځو د حقونو او غږ پورته کولو تر عنوان لاندې نمانځل کېږي.

ارګ رسماً په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو پر رسمي فیسبوکپاڼه يې هغه لنډ ویډيو کلیپ خپور کړی چې ښځې پکې په بېلابېلو ژبو دا جمله تکراروي: « نن ورځ افغاني ښځي د خپل ځان استازیتوب کولای شي.»

د ملي امنیت مشاور پخپل دفتر کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه کړې وه، چې پکې ګڼو مېرمنو برخه اخیستې وه.

حنیف اتمر، دې غونډه کې د افغان ښځو «مبارزه» وستایله او ويې ویل چې په راتلونکې کال کې هوډ لري چې په امنیتي لیکو کې د مېرمنو شمېر ډېر کړي.

هغه څه چې د ناټو له یرغل سره يې امریکا او افغان حکومت لویه لاسته رواړنه بولي، یو هم د ښځو «ازادي» ده، چې د دوی په وینا افغان ښځې په تېرو اوولسو کلونو کې خپل هویت ترلاسه کړی دی.

د ګډ حکومت له پیل سره د ښځو د دندو په برخه کې ټينګار لا زیات شو، چې د همدې موخې د ترسره کولو لپاره د ډاکټر غني مېرمنې رولا غني د «پروموټ» په نوم هغه پروژه پرانیسته چې پکې افغان ښځو ته په بېلابېلو برخو کې دندې ورکول کېږي.

په دې پروژه کې د دندې اخیستو لپاره د افغان ښځو عمر تر اتلس کلنۍ باید ښکته نه وي او تر ۳۵ کاله لوړ نه وي، دوی د عمر په اړه د دې قید کومه تشریح نه کوي.

ادارې او ښځينه کارکوونکې

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت او د بشري حقونو د ځينو ورځو اړوند جوړو شویو مراسمو کې نږدې هر کال افغان لوړپوړي چارواکي، ښځينه کاروونکي او فعالان په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له ښځو سره د ناوړه چلند له امله شکایتونه کوي.

اجراييه رییس عبدالله عبدالله دوه کاله وړاندې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو جنسي ځورونه عادي شوې ده.

هغه پخپلو خبرو کې وویل، هر څوک چې د جنسي ځورونې هڅه کوي، کوشش دې وکړي چې دا ډول حالت دې له خپلو خپلوانو سره تصور کړي، چې ایا وجدان يې مني.

د سجيې یارمل په نوم د یوې غیر دولتي ادارې کارکوونکي ازادي راډيو ته ويلي، چې پخپله اداره کې د نارینه له مغرضو کتلو هم سخت ځور احساسوي، د هغې په وینا که کوم حرکت ونه کړي، یوازې کتل يې هم انسان له کاره زړه توری کوي.

سرچینه د مریم په نوم د یوې خبريالې په اړه زیاتوي چې هغې هم پخپله اداره کې د جنسي ځور له امله خپله دنده پرېښوده، مریم وايي، همکار به يې په دې تنګوله چې که يې کوژده کړې وې، نو ولې ګوتمۍ نه لري، هغه پخپله خبرو زیاتوي چې د ډېر ځور له امله يې دنده پرېښوده.

په ورته وخت کې د اریانا تلویزون د یوې ادبي خپرونې چلوونکې ویدا ساغر وايي، چې ادارو کې د ښځو کاري تجربه او زده کړې په پام کې نه نیول کېږي، بلکې د هغې د ښکلا له مخې يې د دندې اټکل کېدای شي.

هغه وايي د دې پر ځای چې یوه ادراه کې مسوولین پر سې وې او کاري تجربه نظر واچوي، د نجلۍ پر بدن او مخ يې ډېر تمرکز وي.

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ هم د خپلې هغې پېښې کیسه کوي چې د خپلو همکارانو له لوري له سختو خبرو سره مخ شوې ده.

د ښځو ځورونه یوازې په مرکز پورې تړلې خبره نه ده، بلکې په کندوز، جوزجان، غزني او ګڼو نورو ولایتونو کې هم په ادارو کې ښځينه کارکوونکو خپل شکایتونه رسنیز کړي دي.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې پژواک خبري اژانس د شمال ختیځ زون اړوند هغه راپور خپور کړ، چې په یادو سیمو کې ښځينه فعالانو له جنسي ځورونې سر ټکولی و.

سرچينې د کندوز د یوې مدني فعالې حبیبې ګلستاني له خولې لیکلي: «ډېرى مېرمنې په کار ځايونو، واټونو او نورو ځايونو کې ځورول کېږي او په همدې دليل مېرمنې د کار پرېښودلو ته اړ کېږي او موږ په دې اړه سخته اندېښنه لروو.»

ازادي راډيو د روان لمریز کال د وږي د میاشتې په یوه راپور کې د کندوز د ښځينه حقونو فعالې سمېرا شریفي له خولې لیکلي، چې د دې ولایت په دولتي او غیر دولتي ادارو کې دې د جنسي ځورونې مخه ونیول شي.

«موږ له دولت څخه غواړو چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې او همدارنګه په بازار کې د ښځو پر وړاندې د جنسې ځورونو مخه ونیسې او عاملانو ته سزا ورکړي.»

سلام وطندار، خبري ادارې بیا تېر کال د جنسي ځورونو قرباني مېرمنو سره مرکې وکړې او په مستعارو نومونو يې خپرې کړې، دغه بنسټ وايي چې له ۳۰۰ تنو سره يې خبرې کړې دي.

سلام وطندار، لیکي: «د جنسي ځورونو قرباني شویو مېرمنو له شویو مرکو ښکاري، چې په کاري چاپېریال کې له ۴۷ سلنو زیاتې مېرمنې په مخامخ ډول ورته د جنسي اړیکو وړاندیز شوی دی، نورې هغې ځورونې چې لمس کول، د ناسمو او تحریکوونکو کلماتو کارول، جنسي کنځلې، ځوروونکی چلند او موخه لرونکې کتل هم هغه څه دي، چې ښځې له دولتي او نادولتي ادارو ورسره مخ دي.»

د لومړۍ مېرمنې اعتراف

رولا غني چې د ډاکټر غني مېرمن او د افغانستان د لومړۍ مېرمنې حیثیت لري، د ښځو لپاره د کاري زمینو برابرولو سره سره اعتراف کوي چې په ادارو کې جنسي ځورونې د سترګو پټولو نه دي.

رولا غني چې د مرغومي په ۲۱مه د مېرمنو لپاره په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، اوسنی وضعیت له پخواني هغه سره بدل شوی او ښځو ته په سمه سترګه نه کتل کېږي.

هغې وویل: «ښه مې په یاد دي چې ۴۴ کاله وړاندې ښځو ته په ښه سترګه کتل کېدل، نارینه به ښځه خپله ناموس بلله، خو اوس ښځې په دولتي او خصوصي ادارو، بازارونو او هر ځای کې له جنسي ځورونې سره مخ دي.»

رولا غني په داسې حال کې د ښځو د جنسي ځورونې اړوند اندېښنه ښيي، چې پخپله د «پروموټ» په نوم د ښځو لپاره د خدمت په پلمه هغوی له نارینه و سره ګډ کار ته هڅوي.

د مارچ اتمه ولې د ښځو ورځ؟

د ښځو د حقونو په اړه د مارچ اتمه په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو له لوري د ښځو د ورځې په نوم ونومول شوه.

نږدې سل کاله وړاندې په نیویارک کې د کمونیستو ښځو له لوري د ښځو د حقونو د ورځې د نومونې لپاره یوه هڅه وشوه، چې په ۱۹۱۷ میلادي کال کې د بولشیک غورځنګ په برخه کې يې مرسته وکړه.

دا ورځ لومړی ځل د لینین له لوري رسماً ومنل شوه او رخصتي يې اعلان کړه.

د مارچ اتمه او خواله رسنۍ

دا ورځ په خواله رسنیو کې د افغان فعالانو له لوري هم د یوې جنجالې موضوع په ډول یادېږي.

د دې ورځې مخالفین دا ورځ د غربي تمدن تولید بولي او استدلال کوي چې د ښځې لپاره یوه ورځ ټاکل مانا نه لري.

دوی په طنزي ډول په دې تړاو خندوونکې خبرې هم کړې دي، د سپين سهار په نوم یو تن لیکلي: «که له ښځو سره ښه کوئ، نسوار مه کوئ!»

د محمد الله همدرد په نوم یو تن لیکي: «ښځو ته اسلام پوره حقوق ورکړي خو چه مسلمانان يې ورکړي ، که ښځې له هغو حقوقو پرته نور غواړي نو خپل ځان بې قدره کوي .»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د