افغانستان

د ټاکنو کمېسیون: راتلونکې ټاکنې یوه میاشت وځنډېدې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن رسماً اعلان وکړ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۶ مه نه ترسره کېږي؛ بلکې یوه میاشت نورې هم ځنډول کېږي.

د یاد کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي وايي، کېدای شي راتلونکې ټاکنې د ټاکل شوې نېټې نه یوه میاشت نورې هم وځنډول شي.

ده له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د دې احتمال هم شته چې راتلونکې ټاکنې د یوې او یا یوې نیمې میاشت لپاره وځنډول شي.

تېره ورځ ولسمشر غني د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې د اتم کال په پرانیستې غونډه کې ډاډ ورکړ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کړي.

نن د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې هم ویلي وو، د ملي یووالي حکومت په بېلابېلو پلمو راتلونکې ټاکنې ځنډوي او آن د دغه حکومت ترپایه به ولسي جرګه پاتې وي.

د حکومت خپلمنځي اختلافات، د بایو مټریک بهیر جنجالي کېدل، د حکومت دننه بېروکراسي او د طالبانو پراخ بریدونه د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې ستر خنډونه یادېږي، چې د ټولو په حل کولو کې حکومت پاتې راغلی دی.

د ټاکنو د څار بنسټونه اندېښنه ښيي، که حکومت راتلونکې ټاکنې وځنډوي؛ نو په هېواد کې به نور سیاسي کړکېچونه هم ډېر شي.

له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به ۱۳۹۷کال د چنګاښ په ۱۶ مه ترسره کړي.

د ولسي جرګې کاري موده په ۱۳۹۴ کال کې پای ته رسېدلې، چې تېره ورځ یې د اتم کال لپاره هم نوې دوره پیل کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x