ورزش

هانک کانګ افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۶ل): د غوراوي سیالیو په دولسمه لوبه کې هانک کانګ لوبډلې افغانستان لوبډلې ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

د ۲۰۱۹م کال یو ورځیني نړیوال جام غوراوي سیالیو کې نن د افغانستان لوبډله له هانک کانګ سره مخ ده، چې هانک کانګ لوبډلې افغانستان ته له توقع پورته ستر هدف وټاکه.

لوبه کې افغانستان پچه وګټله او هانک کانګ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی په لومړي سر کې هانک کانګ لوبډله له یو څه ستونزو سره مخ شوه، خو وروسته یې اوږده ملګرتیا جوړه کړه او په ۵۰ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۴۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا یو ځل بیا مجیب ځدراڼ غوره او اقتصادي لوبه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي په ۱۰ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ۳ غوره ویکټې یې ترلاسه کړې، همدا ډول محمد نبي هم غوره توپ اچونه ترسره کړه او ۳ ویکټې یې وسوځولې، شاپور ځدراڼ او شرف الدین په یوه یوه ویکټه اخیستلو بریالي شول، او راشد خان او دولت ځدراڼ په هیڅ کومه ویکټه اخیستنه بریالی نشول.

افغانستان یو شمېر ښه توپوهونکي لري، که چیرې ښه وځلیږي کولای شي په لوړ اوسط هانک کانګ ته ماتې ورکړي، او په دې سره شاید د افغانستان د ۲۰۱۹م نړیوال جام ته د لار موندلو چانس زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x