نظــر

تاریخ سازه لحظه: “بیا رونشئ”

قطر هېواد ته د پخوانيو طالب چارواکو له رسېدو سره سم، چې کله خبر شوم، د برګډال د سپارلو وېډیو هم شوې ده، بې صبرانه انتظار مې کاوه. دا لحظه مې ناليدلې، په خپل ذهن کې همداسې ستره، ولوله ييزه، له برم او عظمته ډکه انځور کړې وه. کله مې چې ولیده، زما له خیال و تصویر سره یې څه خاص فرق نه درلود. ما دا پر ذهن منلي وو، چې یوې خوا به خړپړ، شډل طالبان، مګر داسې شډل چې د مستو څڼو په هر تار او د ملي لنتګوټو په هر ول کې به يې نړۍ ته د ازادۍ، خپلواکۍ او مقاومت درسونه او عبرتونه رسول. د ازادۍ پیغام، د خپلواکۍ درس او د مقاومت برم یې تر ليرو لیرو کتونکي په لړزه کول!

هو، دا لحظه تاریخ سازه شوه، تاریخ ثبت کړه،
نه،
وبښئ،
دې لحظې په خپله تاریخ ثبت کړ.
تاریخ به پر دې شېبې ویاړي.
د دې لحظې د برم و عظمت افسانې ابدي شوې، اذلي شوې او تلپاتې شوې!
څنګه به نه تاریخ سازه کېده؟!

یوې خوا ته څو تنه د ازادۍ په میو مست، په یوه خاص غرور او مردانګۍ، خو بلې خواته د یوه ابرقدرت ځواک څو تنه لنډه غر په وېره، ترهه او ترس و لرس راغلل، د ازادۍ دې پالونکو ته یې د عظمت سلامۍ ووهلې او خپل عسکر یې تر الوتکې په منډه منډه یووړ.

خوستي مجاهد افسانې رښتیا کړې!
“بیا رونشئ!”
کنه نو…

هو، د یوه وروسته پاتې هېواد، د یوه ساده مجاهد، دې ساده پښتو لهجې افسانې رښتیا کړې…دا نو افسانه وه چې ازادي پال ولسونه زبرځواکونه هم ماتوي…خو ده رښتیا کړه، چې،
“بیا رونشئ”
کنه نو دا به مو انجام وي!

مننه، خوستیه، تا داسې جمله ووېله، چې هېڅ ادیب و شاعر به یې قرنونو کې ونه شي لیکلای…هېڅ شاعر به یې بیا ونه شي پنځولای!

دا ستا پیغام نه و، د یوه ملت هم نه و،

دا د درستې دنیا د ازادي غوښتونکو ملتونو ګډ پیغام و. ستا پر دې پیغام به کتابونه او بي شميره ادبي ټوټې هستې شي!

ستا دې پيغام هر چاته درس درلود. تا سیاستمداران وپوهول، چې نور داسې غلطي ونکړي، نور خپل زامن د هوس جنګ ته ونه لېږي،

“بیا رونشئ!”
هو،
پام مو وي،
چې،
بیا رونشئ!

لیکوال: ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x