fbpx

عبدالله: د سولې په اړه د پردې شاته معامله نه کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د سولې په برخه کې به د پردې شاته هیڅ معامله نه ترسره کېږي.

هغه پر ښځو غږ وکړ، چې د سولې په برخه کې به دوی شريکې وي او هر ډول ګام اخیستل به له دوی سره شریکېږي.

اجراییه رییس د افغان ښځو اوسنی وضعیت پرمختللی وباله او ويې ویل چې دا د ښځو د مبارزې پایله ده، چې ګڼې لاسته راوړنې لري.

اجراییه رییس دوه کاله وړاندې پر همدې ورځ په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو جنسي ځورونې اندېښمن کړی و، خو په نننۍ ناسته کې يې په دې تړاو څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما سمر وايي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوال د منعې قانون د کم فهمۍ له امله نه دی تصویب شوی.

دغه قانون چې نږدې درې کاله د ولسي جرګې پر مېز پروت و، تېر کال بېرته حکومت ته ور ولېږل شو او تصویب نه شو.

سیما سمر وايي د دې قانون په تصویبېدو سره ښځې قوي کېږي او د ښځو قوت د ټولنې پیاوړتیا ده.

د بشري حقونو دغه فعاله چې پر تعصب او تبعیض تورنه ده، وايي چې د سولې په برخه کې باید ښځې شریکې او فعالې واوسي.

هغې ټينګار وکړ، چې د سولې په برخه کې باید د ښځو د حقونو په برخه کې پر لاسته راوړنو معامله ونه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د