افغانستان

د جګړه ييزو عملياتو لپاره ۱۸۰۰ امريکايي عسکر افغانستان کې پاتې کيږي

 

 

نن ټکی اسيا: امريکايي چارواکي وايي، چې طالبانو او نورو وسلوالو مخالفينو سره به د جګړيزو عملياتو لپاره لږ تر لږه ۱۸۰۰ امريکايي عسکر افغانستان کې پاتې وي.

د امريکا د دفاع وزير چک هيګل وايي، چې نور هېوادونه به هم د جګړيزو عملياتو لپاره خپل عسکر افغانستان کې پريږدي، مګر تر تر اوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې.

افغانستان کې د امريکايي عسکرو مشر قومندان جنرال ډانفورډ پرون برسلز کې د ناټو سازمان دفاع وزيرانو د غونډې پر مهال خبريالانو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې دوی لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ عسکري پرسونل ته اړتيا لري تر څو د افغان امنيتي ځواکونو هر اړخيزه روزنه وکړي او دی هيله لري، چې د ايتلافي حکومتونه به نوموړې شمېره پوره کړي.

 

ډنفورډ زياته کړه، چې تر اوسه دی په دې اړه هيڅ نشي ویلای، چې دا شمېره به پوره شي او کنه.

خبر زياتوي، چې امريکا د افغان عسکرو د روزنې لپاره ۸۰۰۰ عسکر افغانستان کې پريږدي. ايټاليا، المان او ترکيه به د افغان عسکرو امنيتي روزنه کې برخه اخلي، تر څو د هيواد امنيت خوندي کړای شي.

امريکايي عسکر به د افغانستان ختيځ او سويل کې خپله دنده تر سره کوي، ايټاليا، لوديځ، المان شمال او ترکي عسکر به د هېواد پلازمېنې کابل کې وي.

د ناټو او امريکايي عسکرو جګړيز عمليات به د روان ۲۰۱۴ کال تر پايه ختم شي.

پرون د بلجيم پلازمېنې برسلز کې د ناټو دفاع وزيرانو په غونډه کې پر دې خبره بحث وشو، چې کوم هېوادونه به ۲۰۱۵ او له هغه وروسته افغانستان کې خپل عسکر پريږدي.

امريکايي چارواکو څرګنده کړې، چې دوی به د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته خپل ۹۸۰۰ عسکر افغانستان کې د ملي اردو او پوليسو د روزنې لپاره پريږدي، چې د ۲۰۱۵ کال تر پايه به دغه شمېره بېرته نيمه او ۲۰۱۶ م کال پورې به ايله سوونو امريکايي عسکر افغانستان کې پاتې وي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د افغان امنيتي سرتېرو شمېره شاوخوا ۳۵۲۰۰۰ ده او کيدای شي راتلونکي څو کاله هم دومره پاتې شي.

جنرال ډنفورډ زياته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونه، لوژيستيکي، هوايي ځواک او د پوځي بوديجې جوړول او د اړينو امنيتي توکيو د اخيستلو اړوند روزنې او تربيې ته اړتيا لري.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x