افغانستان

طالبان: د ننګرهار خبر حقیقت نه لري

د کورنیو چارو وزرات مسوولینو پخپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالي کې يې اوولس طالبان له منځه وړي او د ټول هېواد په سطحه يې په څلورویشت ساعتو کې څلوردېرش طالبان له منځه وړي او پنځه نور يې ژوندي نیولي.

طالبانو د دولت یادې دعوې رد کړې دي او په خبره يې هیڅ حقیقت نه لري، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی ملګرو د خوږياڼو په نکړخېلو او ډنډ سیمو کې د دولتي امنیتي مسوولینو په موټریز کاروان درانه انفجارونه کړي، چې په خبره يې درانه تلفات يې ور اړولې. یاده خبرپاڼه کاږي: «بل خوا د کابل ادارې دکورنیو چارو وزارت دتل په شان بل غلط خبر هم رسنیوته استولی چې وايي په ټول هيواد کې يې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  ۳۴ تنه مجاهدین شهیدان کړي او ۵ تنه يې هم ژوندي نیولي، موږ دغه خبر هم ردوو برعکس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دښمن د هېواد په مختلفو سیمو کې سخت درانه ګوزارونه خوړلي او په لسهاوو تنه ېي مړه او ژوبل دي.
له رسنیو څخه غواړو چې د دښمن د دغه ډول غلطو خبرونو دنشر په مهال زموږ غبرګون ته هم توجه وکړي او په یولوريز ډول د دښمن افواهات د خبر په نامه نشر نه کړي.»
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار په حصارک ولسوالي کې اته تنه اربکیان او یو د ملي اردو عسکر له طالبانو سره یوځای شوي دي، دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار په نازیانو کې نولس تنه افغان امنیتي مسوولین طالبانو ته ور اوښتي دي. پر دې سربېره د طالبانو د جلب، جذب، دعوت او ارشاد کمیسیون له لوري په تېره میلادي میاشت کې یوسل نهه نوي تنه افغان امنیتي مسوولین له خپلو دندو بېزاره کړي دي، چې د طالبانو دغه پروسه عام ولس هم خوښوي او له سیمه ایزو طالبانو يې غوښتي چې د خبرو له لارې مجبور شوي یا هم غولول شوي ځوانان خپلو غلطیو ته متوجه کړي.
یاده دې وي، پورته امنیتي پېښې په داسې وخت کې رامنځ ته کېږي چې راتلونکو دویم پړاو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
لوړ پوړي افغان امنیتي مسوولین د عام ولس په ګډون په اندېښنه کې دي، چې ښايي راتلونکې ټاکنې به خوندي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x