افغانستان

بدخشان: جرم ولسوالۍ کې ۲۰ امنيتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د بدخشان ولايت جرم ولسوالي يباب سيمه کې د طالبانو او امنيتي عسکرو تر منځ سخته شوې، چې له دواړو لوريو پکې سپکې او درنې وسلې کارول شوي دي.

خبر کاږي، چې جګړه پرون څلور بجې پيل او تر ماښام ناوخته يې دوام وکړ.

مجاهد زياتوي، چې د نوموړې جګړې په نتيجه کې د پوليسو، اربکليانو او ملي اردو په ګډون ۲۰ امنيتي عسکر وژل شوي او درې ټانکو د طالبانو له لوري وسوځول شوو.د کورنيو چارو او دفاع وزارت تر اوسه د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې بدخشان د هېواد شمال کې هغه ولايت دی، چې د طالبانو نفوذ پکې ډېر زيات دی او خلک هم خپلې دعوې او شکايتونه د طالبانو قاضيانو ته ور وړي.

د بي بي سي خبريال بلال سروري په يو راپور وايي، چې خلک ځکه خپل شکايتونه د طالبانو قاضيانو ته ور وړي، چې هغوی يې ستونزې په ډېره لنډه موده کې حل و فصل کوی او دولتي قاضيان د وړو قضيو لپاره هم ترې زرګوږنه ډالر غواړي او ستونزې کلونه کلونه نه حل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x