نادري ناولده

د پاکستان سترې محکمې ته «خنزیر» ننوتی / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد، چې په ځنګلي سيمه کې پرته ده، ډېری وخت په کې د خوګانو «خنزیر» سربېره نور ځنګلي حيوانات د عامو خلکو کورونو، لارو او واټونو ته هم راوځي، چې د ځينو خلکو د وېرولو او ترهولو لامل هم ګرځي.

پاکستاني رسنيو داسې يوه ويډيو تازه خپره کړې، چې څو خوګان د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ ته ننوځي او د محکمې ساتونکي يې د ويستلو او وهلو هڅه کوي.

د عثمان منظور په نوم يوه پاکستاني ټويټر چلوونکي په خپل ټويټر داسې يوه ويډيو خپره کړې، چې خوګان د سترې محکمې په انګړ کې پر خلکو بريد کوي، خو ساتونکي يې په لرګيو وهي او د راپورنو له مخې د خوګانو په بريد کې چا ته زيان نه دی اوښتی.

د اسلام اباد په مارګلې غرونو کې د خوګانو، بيزوګانو او نورو ځنګلي ځناورو شمېر زيات دی او د پلازمېنې د ابادۍ او پرمختګ اداره «سي ډي اې» تر اوسه په دې نه ده توانېدلې، چې د دولتي ودانيو او عامو خلکو کورونه د خوګانو او بيزوګانو له بریدونو وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
haroon

هغه غوښتل چې د خپلو ملګرو سر یو ځای شي، خو بیچاره وشړل شو.

بریالی "سعیدی"

هارون جان واقعارشتیادی وویل

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x