fbpx

غوراوي سیالۍ: افغانستان پرلپسې درېیمه لوبه کې هم ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۶ل): د غوراوي سیالیو په دولسمه لوبه کې هانک کانګ لوبډلې افغانستان لوبډلې ته په ۳۰ منډو ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۹م کال یو ورځیني نړیوال جام غوراوي سیالیو کې نن افغان لوبډله له هانک کانګ لوبډلې سره مخ شوه چې د تېر په څېر یو ځل بیا په توپوهنه کې ناکام شول او لوبه یې وبایلله.

ننۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او هانک کانګ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۴۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ او محمد نبي ۳-۳ او شاپور ځدراڼ او شرف الدین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې راشد خان او دولت ځدراڼ په هیڅ کومه ویکټ اخیستنه بریالي نشول.

په ځواب کې د افغانستان لخوا جاوید احمدي چې د محمد شهزاد پر ځای لوبو ته راغلی و خپله ویکټ یې لومړۍ له لاسه ورکړه، نوموړي ۲۲ منډې جوړې کړې، ورپسې رحمت شاه په ۱۱ منډو، احسان الله ۲۰، سمیع الله شینواري ۹، محمد نبي ۳۸، نجیب ځدراڼ ۳۲، شرف الدین اشرف ۱، راشد خان ۱۴، دولت ځدراڼ ۴۰ او مجیب ځدراڼ ۱ منډه جوړه کړه.

د ورښت له کبله لوبه ۴۶ اورونو ته راښکته شوله، چې افغانستان ته په ۴۶ اورونو کې د ۲۲۶ منډو اړتیا وه، خو دوی په ۴۶ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۵ منډې جوړې کړې.

دا د افغان لوبډلې لخوا په غوراوي سیالیو کې پرلپسې درېیمه ماتې شوه، چې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام ته لار موندل ورته ناشونې بریښي، خو که د نيپال سره راتلونکې لوبه یې په لوړ اوسط وګټله، شاید څو فیصده چانس ورته پيدا شي، خو ددوی لار موندل د نورو لوړو لوبډلو له ماتو سره مشروط ده.

د افغانستان لوبډله خرابه لوبه په داسې حال کې ترسره کوي چې په تېره نیږدې کې یې د ویسټ انډیز په شان سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې، او له دې وړاندې یې زمبابوې ته په ۲ شل اوریزو او ۵ یو ورځنیو سیالیو کې ماتې ورکړې وه.

خو ویل کیږي چې د کرېکټ بورډ او د غوراوي کميټۍ خراب انتخاب او په لوبډله کې د میراثیتوب چلن لوبډله له یو شمېر ستونزو سره مخ کړې ده، او که دغه چلن همداسې روان وي لرې نه ده چې افغان لوبډله له سختو ماتو او زوال سره مخ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د