
کرېکټ بورډ د لوبډلې په پرلپسې ماتو بخښنه غوښتې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبډلې په غوراوي سیالیو کې د پرلپسې درې ماتو له امله له مینوالو بخښنه غوښتې.
افغان لوبډله چې په ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو کې یې پرلپسې درې ماتې وخوړلې، نړیوال جام ته د وتلو چانس هم له لاسه ورکړ.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې له سکاټلېنډ، په دویمه کې له زمبابوې او په درېیمه لوبه کې د هانک کانګ لوبډلې څخه ماتې وخوړله.
کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې په نه اټکلېدونکې ماتې خواشینې ښودلې او ویلي یې دي: کرېکټ بورډ له ټولو مینوالو د ملي لوبډلې په ماتې بخښنه غواړي.
د کرېکټ شنونکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا ویل کیږي چې د افغان لوبډلې پرلپسې ماتو لامل د افغانستان کرېکټ بورډ غلط مدیریت او د غوراوي کمیټۍ ده چې ددوی په وینا په کې ورورولي، خپلولي او دوستولي پالل کیږي، او په ښکاره ډول نوی ټیلنټ ضایع کیږي، خو کرېکټ بورډ یې په اړه وایي: «بورډ به د لوبډلې له راستنېدا وروسته، د روزونکي او نورو ښکېلو غاړو له رپوټونو وروسته پر خپل بل ګام غور کوي، موږ به هڅه کوو چې د ستونزې اصل څرګند او لازم اقدامات ترسره کړو، لکه څرنګه چې تاسو په حقه د لوبډلې له پایلو ناخوښه یاست دغه راز لوبغاړو او د ادارې مسوولینو ته هم دا حالت د منلو وړ نه دی».
دوی زیاتوي، مینوالو ته د احساساتو ښکاره کولو او د لوبغاړو ځپلو پر ځای باید په ګډه د لا ښه راتلونکي لپاره کار وکړي، تر څو لوبډله له ستونزو خلاصه او مینوالو ته د بریاوو راوړلو جوګه شي.
یاده دې وي چې نن ورځ «پنجشنبه» افغان لوبډلې د هانک کانګ لوبډلې پر وړاندې د ۳۰ منډو په توپیر ماتې وخوړله، چې داسې څرګندیږي نړیوالو لوبو ته د لار موندنې څخه لاس پریمنځي، خو بیا هم راتلونکې لوبه کې نیپال ته په لوړ اوسط او لوړ مارجن ماتې ورکولو سره یو څه چانس ضرور لري.