دیني، سیرت او تاریخ

د شعبان د روژو اهميت

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد: مسلمانان بايد  د شعبان د مياشتې عزت وکړي اوپه دغه مياشت کې بايد د نېکو کارو په ترسره کولو کې ډېرې هلې ځلې وکړي.  دا ځکه، چي شعبان د رمضان لپاره مقدمه ده اورمضان د الله پاک د مغفرت، رحمت اوثوابونو مياشت ده. له همدې امله بايد په دغه مياشت کې د راتلونکې مياشتې لپاره تياری وکړای شي اوهغه داسې، چې دې مياشت کې بايد ځانونه د رمضان مياشتې د عبادتونو او ثوابونو لپاره تيار کړو.

د شعبان مياشت کې روژه نيول ډېر زيات ثواب لري. په دې اړه ګڼ شمېر احاديث راغلي، چې له هغو څخه په دې مياشت کې د روژو د نيولو فضيلت معلوميږي:

– عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ :«كَانَ أَحَبُّ الشُّهُورِ إِلَى رَسُولِ اللهِ – صلى الله عليه وسلم – أَنْ يَصُومهُ شَعْبَانَ ، ثُمَّ يَصِلَهُ بِرَمَضَانَ».(رواه أَبو داود) له حضرت عائشه رضي الله عنها څخه روايت دی چې: رسول الله – صلی الله عليه وسلم- ته په ټولو مياشتو کې شعبان خوښه چي روژه يې ونيسي،بيا به يې درمضان سره وصل کوله. عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ :«مَا رَأَيْتُ النَّبِيَّ – صلى الله عليه وسلم – يَصُومُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ إِلاَّ شَعْبانَ وَرَمَضَانَ(رواه الترمذي) له حضرت ام سلمه رضي الله عنها څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له شعبان او رمضان پرته ماداسي نه دی ليدلی چي دوه مياشتي دې يې پرلپسي روژې نيولې وي. د ابوداود الفاظ داسې دي: :  أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمْ يَكُنْ يَصُومُ مِنْ السَّنَةِ شَهْرًا تَامًّا إِلا شَعْبَانَ يَصِلُهُ بِرَمَضَانَ. (رواه ابوداودص:۳۱۹ج:۱) .

 (نبي عليه السلام به په کال کي يوه مياشت پوره روژه نه نيوله، پرته له شعبان څخه چي هغه يې درمضان سره وصل کاوو) د دې حديث له ظاهر څخه معلوميږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د شعبان پوره مياشت روژه نيولې ده. خوپه نورواحاديثوکي راغلي، چي ټوله مياشت يې روژې نه دي نيولي بلکي ، اکثره برخه يې نيولې ده ځيني احاديث داسې دي: حضرت عائشه رضي الله عنهافرمايي:

” كان رسول الله يصوم حتى نقول لا يفطر ويفطر حتى نقول لا يصوم وما رأيت رسول الله استكمل صيام شهر إلا رمضان وما رأيته أكثر صياما منه في شعبان(رواه البخاري ص:۲۶۴ج:۱ ومسلم ص:۳۶۵ج:۱ ) رسول الله صلی الله عليه وسلم به دومره روژې نيولې، تر دې چي موږ به ويل: افطارنه کوي، دومره به يې افطار (روژه ماتی) کاوو، چي موږ به ويل: روژې نه نيسي او مارسول الله صلی الله عليه وسلم داسې نه دی ليدلی چي له رمضان پرته د بلي مياشت روژې دې يې پوره کړې وي،او تر شعبان (برات) په بله مياشت کې مي ډېر روژه نيوونکی نه دی ليدلی.

عبدالله بن عباس رضی الله عنهما فرمايي: ما صام النبي صلی الله عليه وسلم شهرا کاملا قط غير رمضان (رواه البخاري واللفظ له. ص- ۲۶۴- اول ټوک. مسلم ص- ۳۶۵ – اول ټوک – النسائي ص:۳۲۱- اول ټوک) (نبي عليه السلام له رمضان پرته بله پوره مياشت روژه هيڅکله نه ده نيولې) د احاديثو تطبيق د دغو احاديثو ترمنځ تطبيق داسي دی چي د نبي عليه السلام عادت د شعبان د اکثرو ورځو روژه نيول وو. دغه اکثريت يې په ټولې مياشتې يادکړی دی. عبدالله بن مبارک رحمه الله فرمايلي دي: د عربو عادت دا دی، چې څوک اکثره مياشت روژه ونيسي دوی وايي: صام کله – ټولي روژې يې ونيولې ـ (المعات)

مولانا مفتي محمد تقي عثماني صاحب هم داسې تطبيق کړی دی(درس ترمذي – اول ټوک – ص- ۵۷۸. د دې ټول بحث او څېړنې نچوړ دا دی، چې دې مياشت کي بايد دډېرو روژو نيولو هڅه وشي . امام ابن رجب الحنبلي رحمه الله فرمايي: د شعبان د مياشتې روژه نيول دحرمت (عزت) تر مياشتو (ذوالقعده،ذوالحجة، محرم اورجب) هم غوره دي. دليل يې دادی، چې نفلي روژو کي هغه غوره دي چي د روژې مياشتې ته نږدې وي، که ترې مخته وي او يا وروسته. د دغو روژو مثال داسي دی، لکه سنن رواتب چې ) پنځه وخته فرض لمونځو سره مخکې وروسته دي) چې د فرضو د نقصان لپاره تکمله اوپوره کوونکي دي .

همد رنګه له رمضان مخکې او وروسته روژې هم داسي دي.  څرنګه چې سنن رواتب(دولس رکعاته سنت) تر مطلقو نفلو غوره دي، همدا رنګه تر رمضان مخکې او وروسته روژې تر هغو غوره دي چي ترې لري وي.

دا چې په دغو روژو کې حکمت څه دی او ولې زيات ثواب لري دابه ان شاءالله تعالی راتلونکې برخه کې بيان کړو. وصلی الله علی نبينا محمد و علی آله واصحابه اجمعين .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x