د قطر جیټ الوتکو د اماراتو د عسکري الوتکې مخه نیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): د الجزیرې تلویزون تېره ورځ پنجشنبه د خپلو سرچینو په حواله وویل چې د تیرې یکشنبې په ورځ قطرۍ جیټ الوتکو د متحده عرب اماراتو د یوې عسکري لوجستیکي الوتکې مخه نیولې ده.

سرچینې زیاته کړې چې الوتکه د ابوظبي څخه کویټ ته پر لاره د قطر هوايي حدودو ته ننوتله چې له امله یې دوی د الوتکې سره اړیکه ونیوله او د ځواب نه تر لاسه کولو وروسته یې د جیټ الوتکو په واسطه د هغې مخه ونیوله او بیرته یې شاتګ ته اړیستله.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم قطر او امارات یو پر بل باندي د الوتنې د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې تورونه لګولي دي.

د روان کال جنوري میاشتې پر څلورمه نیټه د قطر حکومت د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیتي شورا رئیس ته لیکونه واستول او د اماراتي عسکري الوتکو شکایت یې ورته وکړ چې د قطر هیواد فضايي حدودو ته بېله اجازې د تیر کال ۲۰۱۷ په دیسمبر میاشت کې ننوتلي دي.

قطر همداراز د ابوظبي پر خلاف دوهم شکایت د جنوري پر ۱۲مه نیټه ملګرو ملتونو ته وکړ او وې ویل چې د جنوري پر ۳مه نیټه د اماراتو عسکري الوتکې ددوی فضايي حدودو ته ننوتلي دي.

بلخوا متحده عرب امارات د جنوري پر ۱۵ نیټه تور پوري کړ چې د قطر جنګي الوتکو زمونږ د مدني الوتکو مخه هغه وخت ونیوله کله چې يې غوښته بحرین هیواد ته پرواز وکړي، خو دوحې دغه تورونه رد کړل او تور یې پوري کړ چې د اماراتي جنګي الوتکې یو ځل بیله اجازې ددوی فضايي حدودو ته ننوتلې ده.

د جنوري پر ۲۳مه نیټه امارات اعلان وکړ چې ددوی د دوه جنګي الوتکو مخه قطرۍ الوتکو نیولې خو دوی نه غواړي ددغه هیواد سره نور جنجال اوږد کړي، خپلو الوتکو ته به نوي هوايي لارې وګوري او نور به د سعودي له فضا څخه په ګټې د معمول پروازونه کوي.

د دواړو هیوادونو تر منځ د جنګي الوتکو دغه جنجال ته ځکه هم په جدي ډول کتل کیږي چې ددې تر مخه داسي ویره هم څرګنده شوې چې ابوظبي پر قطر د برید پلان هم جوړ کړی وو.

د سعودي، امارات، بحرین او مصر په شمول څلورو هیوادونو د تېر کال ۲۰۱۷ د جون میاشتې له پنځمې نیټې راهیسي پر قطر بندیزونه لګولي، دهغه هیواد یې د تروریزم د ملاتړ په تور محاصره کړی دی او خپلي سمندري، ځمکنۍ او هوايي لارې يې باندي تړلي دي، خو قطر توانیدلی چې د هوا له لاري او نړیوالو اوبو څخه په استفادې خپل د هیواد اقتصادي چاري پرمخ بوځی او استهلاکي مواد وارد کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د