چرچل د «زمزم» اوبو په اړه څه وویل؟

چرچل او ملک عبدالعزیز

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر «بوریس جونسون» د چرچل د هغې وینا څخه پرده پورته کړه چې په کال ۱۹۴۵ کې يې د سعودي د باچا ملک عبدالعزیز آل سعود سره په یوه ناسته کې کړې وه.

جونسون چې چرچل پر ژوند او سیرت یې څیړنې کړي، په خپلې یوې وروستۍ لیکني کې ویلي چې د برتانیې پخواني لومړي وزیر د زمزم اوبو په اړه وویل: «زما په ژوند کې تر ټولو خوږې اوبه همدا دي چې څیښم یې».

چرچل د جرمني سره د نړیوالي جګړې پر مهال د برتانیې لومړی وزیر وو او د خپلو کارنامو او قوي قیادت له امله په برتانیې کې ډیر مقبولیت لري.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جونسون په سعودي کې د محمد بن سلمان د سیاستونو د کلکو ملاتړو څخه بلل کیږي او هغه اصلاحات بولي چې په وینا یې کیدای شي پر ټولې سیمې او اسلامي نړۍ مثبت تاثیر ولري.

تبصرې (1)

  • د جانسن دا خبره چه د مجمد بن سلمان د پالیسیو ملاتړ کوی ، د کومو پالیسیو ؟ هغه پالیسیو چه د ترمپ زوم یی د ڼورو اکا زامنو به مقابل کی ملاتړ کوی تر څو سعودی ژوندی اسراییلو ته تسلیم کړی او وخته یی ورسپارلی دی یعنی د غرب په ګټه پالیسی د غرب د غلامی ځنځیرونه په غاړو کی اچول د تولی اسلام نړی د حرمینو سپارل یهودانو همدغه یی جانسن ته ښه پالیسی ده سمه وایی .
    زه نه پوهیږم چه د زمزم اوبو په اړه به یی هم رښتیا ویلی وی یعنی دا خبره به چرچل کړی وی که نه ، ځکه چرچل څه خنزیر وو او لا کوم د اوبو انجنیر وو او بیا زمزم اوبه یی له کومه کړی ماته داسی ښکاری چه په دی واسطه یی د مجمد بن سلمان غلام پام یی ځانته چلب یا جذب کړی وی دا خبره یی ورسره تړلی ده ، انګریزان چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی مننه