چرچل او ملک عبدالعزیز

چرچل د «زمزم» اوبو په اړه څه وویل؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر «بوریس جونسون» د چرچل د هغې وینا څخه پرده پورته کړه چې په کال ۱۹۴۵ کې يې د سعودي د باچا ملک عبدالعزیز آل سعود سره په یوه ناسته کې کړې وه.

جونسون چې چرچل پر ژوند او سیرت یې څیړنې کړي، په خپلې یوې وروستۍ لیکني کې ویلي چې د برتانیې پخواني لومړي وزیر د زمزم اوبو په اړه وویل: «زما په ژوند کې تر ټولو خوږې اوبه همدا دي چې څیښم یې».

چرچل د جرمني سره د نړیوالي جګړې پر مهال د برتانیې لومړی وزیر وو او د خپلو کارنامو او قوي قیادت له امله په برتانیې کې ډیر مقبولیت لري.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جونسون په سعودي کې د محمد بن سلمان د سیاستونو د کلکو ملاتړو څخه بلل کیږي او هغه اصلاحات بولي چې په وینا یې کیدای شي پر ټولې سیمې او اسلامي نړۍ مثبت تاثیر ولري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د جانسن دا خبره چه د مجمد بن سلمان د پالیسیو ملاتړ کوی ، د کومو پالیسیو ؟ هغه پالیسیو چه د ترمپ زوم یی د ڼورو اکا زامنو به مقابل کی ملاتړ کوی تر څو سعودی ژوندی اسراییلو ته تسلیم کړی او وخته یی ورسپارلی دی یعنی د غرب په ګټه پالیسی د غرب د غلامی ځنځیرونه په غاړو کی اچول د تولی اسلام نړی د حرمینو سپارل یهودانو همدغه یی جانسن ته ښه پالیسی ده سمه وایی . زه نه پوهیږم چه د زمزم اوبو په اړه به یی هم رښتیا ویلی وی یعنی دا خبره به چرچل… نور لوستل »