fbpx

په کابل کې زوروره چاودنه وشوه، د درنې مرګ ژوبلې وېره ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): نن د جمعې په ورځ یولس نیمې بجې شاوخوا د کابل په شپږمه امنیتي ناحیه کې د زورورې چاودنې غږ اوریدل شوی دی او د زیاتې مرګ ژوبلې اټکل شوی دی.

ابتدايي راپورونه وايي چې چاودنه د کابل په غربي سیمه کې پل سوخته ته نیژدې شوې.

امنیتي چارواکو د پيښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې د ژغورنې چارې رواني دي او امنیتي تدابیر سخت شوي دي. او زیاتوي چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي.

یوې سرچینې ویلي چې چاودنه د ډیرو خلکو په منځ کې شوې چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د پيښې مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

تر اوسه پيښه تازه ده، معلومات کیدای شي هر ګړی تغییر ومومي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د