افغانستان

تایرس فورمن: بې پایلې ټاکنې به جنجال جوړکړي

 د ټاکنو په نظارت برخه کې د اروپايي اتحاديې ځانګړی استازی وايي چې که د درغلۍ او ځینو ستونزو له کبله ټاکنې بې پایلې وښودل شي، جنجال به جوړ شي. که چېرته په راتلونکو دویم پړاو ټاکنو کې کومه ستونزه پېښه شي، نو بده ګټه اخیستونکو ته به زمینه برابره شوې وي، چې لا مشکلات پیدا کړي.

د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي تایرس فورمن په هرات کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د حمل د شپاړلسمې ټاکنې د دوی اتحاديې ته ځکه د قبول وړ نه وې، چې پرېمانه درغلې او د پایلو ډېرځنډ پکې وو. د ده په خبره راتلونکې ټاکنې د افغانستان په سولې پورې تړلې مسئله ده، او نړیواله ټولنه په تمه د ه، چې سمې به ترسره کېږي.

د فورمن له قوله په راتلونکو ټانکو کې د درغلې پیداکول به خلک لا ناخوښي کړي او ښايي لوی جنجال جوړ شي. په خبره يې راتلونکو ټاکنو ته نړیواله ټولنه ډېره ځېره ده او ترهغوی به دوی ورسره ملګري وي، چې ترڅو رايې وشمېرل شي او پايلې اعلان شي. دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د راتلونکو ټاکنو اړوند یو پیغام خپور کړ، چې په یوه برخه کې يې راغلي وو:

«په دغو تېر اېستونکو انتخاباتو کي په خپل نه ګډون او د دښمن د دغې شرمېدلې توطیې په خنثی کولو خپله آزادي تضمین او د اسلامي نظام د قائمولو په مقصد د هغو مجاهدینو تر څنګ دریدلو ته دوام ورکړئ چې ددې وطن د آزادۍ او ستاسو ددین او ناموس دخوندي ساتلو لپاره د الله په لار کې خپلې تنکۍ ځوانۍ نذرانه کوي.»

پر دې سر بېره ډېری افغانان تېرځل ټاکنو ته په کتو چې د فورمن له قوله پوره له درغلې ډکې وي، راتلونکو ټاکنو ته زړه نازړه دي. ټاکل شوې چې د دویم پړاو راتلونکې ټاکنې به د جوزا په څلورویشتمه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x