تخار: طالبانو د دولتي ځواکونو څخه یو مرکز او ۱۲ پوستې نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې يې د دولتي ځواکونو څخه یو پوځي مرکز او ۱۲ پوستې نیولي او په لسګونو دولتي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی جنګیالیو د خواجه غار ولسوالۍ په مرکز کې یاد عملیات تر سره کړي او پراخي سیمې يې تر خپلې ولکې لاندي راوستي دي.

نوموړي ویلي چې په دغو عملیاتو کې د دولتي ځواکونو درې قومندانان او یو اربکی قومندان د ۲۹ تنو عسکرو سره یو ځای وژل شوي او یو شمېر یې نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور د پيښې پخلی کړی او رسنیو ته یې تایید کړې چې د طالبانو په دغو عملیاتو کې ۱۶ دولتي عسکر وژل شوي او ۱۳ تنه یې نور ټپيان شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو په اړخ کې هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د تلفاتو شمېره یې څرګنده نه کړه، بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل اړخ کې د تلفاتو خبر نه دی ورکړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د