افغانستان

خبریالان: درې شپيته سلنه تاوتریخوالی افغان دولت راسره کړی

کندهار مېشتو خبریالانو پرون په کندهار پریس کلب کې ناسته وکړه او پخپله هغه ژمنه يې بیا ټینګار وکړ، چې دوی به په ټاکنو کې د امنیتي پېښو اړوند ټول راپورونه خپاره کړي.

په یاده ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې سیمه ایز مشر احمد لودین خبریالانو ته هغه لیک ولوست چې د ټول هېواد په سطحه د خبریالانو اړوند د پېښو د پوښتنو په موخه شوې څېړنه پکې وړاندې شوې وه.
د یادې څېړنې پر بنسټ په ټول هېواد کې د خبریالانو په وړاندې ګواښونه، خبرداري او تاوتریخوالي اتلس سلنه زیات شوي وو، چې پکې درې شپیته سلنه د دولت له لوري ښوودل شوي وو.
په ناسته کې د (نی) سیمه ایز مسوول عبدالسمیع غیرتمل هم خواشينې ښکاره کړه او ويې ویل چې باید دولتي مسوولین د بیان ازادۍ ته ژمن واوسي.
کندهار مېشتو خبریالانو وروسته له هغو له نظامي مسوولینو سره پرېکون اعلان کړ، چې د یاد ولایت د اتمې حوزې د آمر جاجو په وژنه کې دوی تهدید او وښکنځل شول.
کله چې خبریالان د جاجو په جسد پسې د پېښې د پخلي او د خبر د بشپړاوي لپاره میرویس روغتون ته ورغلل، نو هلته د جاجو د عسکرو له خوا وښکنځل شول او آن د ټوپکو شپېلۍ پرې ورواوښتې. کندهارمېشتو خبریالانو پرون خپل پرېکونو یو ځل بیا تازه کړ، او ويې ویل چې دوی به په ټاکنو کې تر خپله وسه ټول راپورونه خپاره کړي.
جاجو په کندهار کې د جنرال عبدالرازق ښی لاس ګڼل کېده، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې په یو سر تېري برید کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x