د هوواوې کمپنۍ نوي ځیرک مبایلونه، نوې بیه او نوې ځانګړتیاوې!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): د چین مشهوره کمپنۍ هوواوې «Huawei» غواړي خپل نوي راتلونکي سمارټ مبایلونه له یو شمېر نویو ځانکړتیاو سره وړاندې کړي، داسې ځانګړتیا چې له دې وړاندې یې هیڅ کوم ځیرک مبایل نه لري.

د راپورونو له مخې دغه کمپنۍ غواړي په راتلونکي نندراتون کې چې د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه د پاریس یوه ښار کې ترسره کیږي وړاندې کړي، چې اټکل کیږي له یو شمېر نویو ځانګړتیاو سره نندارې ته وړاندې شي.

د چین کمپنۍ «هوواوې» غواړي له Mate سیریز وروسته د P سیریز مبایلونه وړاندې کړي، په دې مبایلونو کې به پي ۲۰، پي ۲۰ پرو او پي ۲۰ لائټ (P20 – P20 pro – P20 lite)، موجود وي، چې بیې یې په لاندې ډول دي:

د پي ۲۰ ځیرک مبایل بیه (۸۳۰) شاوخوا ډالره، د پي ۲۰ پرو بیه (۱۱۰۰) ډالره او د پي لائټ بیه به (۴۵۴) ډالره وي. که څه هم د پي لائټ مبایل بیه یې د نورو په پرتله کمه ده خو د پي پرو مبایل بيې ته په کتلو هواووې غواړي د سامسنګ او آیفون مبایلونو ته ماتې ورکړي.

ځانګړتیاوې یې:

له درېواړو مبایلونو څخه یې P20 PRO یو شمېر نوې ځانګړتیاوې لري، دې ځیرک مبایل کې په لومړي ځل د شا لخوا درې کامرې ورکول شوي چې تر دې دمه د سامسنګ او آیفون په شان مبایل هم دغه ځانګړنه نه لري، او اوس څرګنده شوه چې ددې درې کامرو لامل یې څه دی.

دوه کامرې به په یوځای په یو عکس اخیستلو کې په کار راځي، لکه ددې په پي ۱۰ مبایل کې چې دغه ځانګړنه وه، چې یوه یې تور او سپين (black & white) او بل یې رنګه عکس اخلي، بیا دواړه کامرې په یوه بڼه کار کوي او په نوي شکل عکس وړاندې کوي.

او ددې درېیمه کامره به د آپټيکل زووم لپاره کار ورکوي، چې په یو عکس کې به ډیره ساحه ځای نیسي، او د عکس کیفیت به لوړ وي، دغه ځانګړنه په آیفون ایکس او آیفون ۸ پلس کې هم شته، همدا ډول د سکرین بیزل bezel یې هم ډېر کم دی چې یوازې یې په لاندې برخه کې د فینګر پرینټ لپاره بیزل ورکړی دی.

تر دې دمه ددغې کمپنۍ لخوا ددغې ځانګړنو رسمي تصدیق به د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه وشي، خو دغه معلومات او د مبایل عکسونه د ایون بلاس Evan Blass لخوا کشف/لیک شوي دي، ایون بلاس د ټويټر یو اکاونټ دی چې مبایل نندارې ته له رسمي وړاندې کېدو مخکې ددې معلومات کشف کوي.

دغه درېواړه مبایلونه په ډیزان کې له یوه بله مختلف دي، چې په پي ۲۰ او پي ۲۰ پرو کې د ګوتې کولپ یا فنګر پرینټ د کور تڼۍ نه لاندې ورکول شوی، چې په پي لائټ کې یې شاته د کامرې لاندې موجود دی.

همدا ډول په کامرو کې هم مختلف دي، چې پي ۲۰ پرو یې د مخ درې کامرې لري او پي ۲۰ او پي لائټ یې دوه دوه کامرې لري، د درې کامرو په اړه اوازې مخکې هم خپرې شوې وې چې هوواوې هم پخپله تعارفي ویډیو کې پخوا دېته اشاره کړې وه.

د یادونې وړ ده چې تېره «فروري» میاشت نړۍ ته د ځیرک مبایلونو کمپنیانو په نړیوال نندارتون کې چې په بارسلونا ښار کې وشو یو شمېر مبایلونه وړاندې کړل چې یو یې هم د هوواوې P20 PRO ځانګړتیاو ته نه رسیږي، په دې کې د سامسنګ ګلیکسي ایس ۹ او ایسن ۹ پلس، د نوکیا نوي ځیرک مبایلونه او همدا ډول SONY هم خپل نوی ځیرک مبایل وړاندې کړل.

په عکسونو کې لومړی P20 بیا P20 LITE او وروستنی P20 PRO دی.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل ساحل
میلمه
اجمل ساحل

د موبایل د ا دښځو عکسونه یې مناسب نه دي ، ای اسلام پالو ځوانانو لږ دې شیانو ته پام کوئ ، الله تعالی دي توفیق درکړي