ورزش

کرېکټ: د ملي لوبډلې بشپړ غړیتوب دایمي شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب دایمي شو.

د بي بي سي څخه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شکر الله عاطف مشعل د افغانستان د بشپړ غړیتوب زیری ورکړی دی، چې اوس له موقتي، یا د لوبډلې په خرابه لوبه وړاندې کولو به دا ویره نه وي چې بشپړ غړیتوب مو تر سوال لاندې شي.

نوموړي ویلي دي: « يو ښه خبر دا لرم چې د افغانستان بشپړ غړيتوب نور دايمي شوى او له دوه کلن او درې کلن حالت نه وتلى دى، زموږ بشپړ غړيتوب نور تر سوال لاندې نه دى او نه هم په شرايطو پورې تړلى دى».

دا خبر په داسې وخت کې راغلی چې د ۲۰۱۹م کال نړیوالو اتلولیو ته د افغانستان رسېدل په ناشوني حالت کې دي.

خو له بل اړخه ویل کیږي چې د کرېکټ بشپړ غړیتوب دایمي کېدل، په داسې حالت کې چې لوبډلې آن یوه لوبه هم نه وي ترسره کړي ناشوني دي، او ددې امکان هم شته چې د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو نه وروسته هم له غړیتوبه لرې کړای شي، په داسې حال کې چې یوه لوبډله له بشپړ غړیتوب د اصولو سره سمه لاړه نشي، نو بېرته ترې غړیتوب اخیستل کیږي او پر لوبډله د ټیسټ لوبو بندیز لګیږي.

افغانستان د غوراوي سیالیو کې چې په زمبابوې کې روانې دي، په حیرانونکي ډول درې پرلپسې ماتو سره مخ شو، داسې لوبډلې چې تمه ترې نه کېده افغانستان ته به ماتې ورکړي، ځکه چې افغانستان دغو لوبډلو ته پخوا په اسانۍ ماتې ورکړې دي.

همدا ډول وړمه ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوي کمیټه د مینوالو لخوا له یو شمېر نېوکو سره مخ شول، چې کرېکټ بورډ اړ شو د لوبډلې د خرابې لوبې او د پرلپسې ماتو په خاطر له مینوالو بخښنه وغواړي.

دوی زیاته کړې وه، چې دوی به د لوبډلې له هرې برخې څخه پوره پلټنه کوي، هر ځای یې چې ستونزه وموندله حل به یې کړي، او د ولس په وړاندې به واضح ځواب ووایي.

افغان لوبډله اوسمهال نړیوال جام ته د لارې موندلو په سخت حالت کې ده، ددوی مخکې تګ تر نورو لوبډلو پورې مشروط دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x