نظــر

کای آی ډي: بالاخره په افغانستان کې د سولې بهير پيلېږي؟

لیکوال: کای ای ډي / په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی

د سولې د ګڼ شمېر چانسونو له ضايع کېدو او نهيليو وروسته افغانستان اوسمهال يو ځل بيا د سولې بنسټيزې نقطې ته رسیدلی دی.

د تېرې فبروري مياشتې په ۲۸مه په کابل پروسې غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې بې شرطه وړانديزونه وکړل، طالبان يې د رسمي ګوند په توګه منلو سربېره يې هغوی ته د سولې په تړاو يو شمېر نور مهم وړانديزونه وکړل.

د سولې نوی پلان د پخوانيو په پرتله ډېر نرم او د فهم وړ و، هېڅ ډول تونده لهجه په کې نه وه کارول شوې، د پخوا په څېر يې له پاکستانه ونه غوښتل، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، بلکې په مستقيمه توګه يې طالبانو ته د خبرو دعوت ورکړ.

سربېره پر دې د سولې دغه پلان د طالبانو لپاره وروستی خبرداری نه دی، بلکې برعکس له طالبانو غوښتل شوي، چې افغان حکومت له طالبانو هيله لري، تر څو د سولې په پروسه کې ګډون وکړي او موخه يې دا ده، چې طالبان دې د يوه رسمي ګوند په توګه د سولې بهير کې ګډون وکړي، چې دا په دې طرحه کې نوي شيان ښکاري.

تر اوسه طالبانو د کابل پروسې پر مهال د شوو وړانديزونو په اړه څه نه دي ويلي. که طالبان په دې اړه نور وخت ته اړتيا ويني، نو زما غوښتنه دا ده، چې طالبان بايد مثبتې اشارې ورکړي. حکومت او شريکوالو يې د سولې په دې طرحه کې اوونۍ او شايد مياشتې اړولي وي. له بل لوري په دې اړه د «هو» يا «نه» لنډ ځواب به نه يوازې دا چې مناسب نه وي، بلکې د کابل پروسې د سولې موضوع او هڅو سره به هم په ټکر کې وي او د دغې پروسې باور به هم زيانمن کړي.

د ګڼو مثبتو عنصرونو سربېره د سولې دا پلان د طالبانو لپاره ستونزمن دی. طالبان تر اوس په دووه نقطو ټينګار کوي.

لومړی دا، چې طالبان له افغان حکومت سره له ناستې وړاندې له امریکا سره په مخامخ خبرو ټينګار کوي. دوهم دا، چې دوی له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کوي او د هغوی په وينا دا حکومت د مشروعيت له فقدان سره مخ دی.

له امریکا سره د خبرو لپاره د طالبانو دا غوښتنې او شرطونه معقولې دي. طالبان وايي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځيانو شتون د افغانستان اشغال دی. دوی وايي، چې د خبرو لپاره بايد د امريکايي پوځيانو شتون ته د پای ټکی کېښودل شي. د خبرو لپاره د امریکايي پوځيانو د وتلو غوښتنه اړينه ده او تر دې مخکې د سولې په اړه هر ډول خبرې بې ګټې دي.

زما په نظر له امریکايانو سره د طالبانو د خبرو ټينګار کې معقوليت ښکاري. پوځي سټراټيژي په بنسټیزه توګه په واشنګټن کې جوړه شوې ده. هغه مهال، چې په افغانستان کې د امریکا نږدې يو لک پوځيان پراته وو، د امریکا شتون ځواکمن و او د افغانستان اوسنی حکومت د همدې امریکايي پوځيانو په شتون کې جوړ شوی دی.

د امریکا د قوي سټراټيژي او خپلو عسکرو په شتون کې متحده ايالتونه بايد په سولې کې خپل رول ادا کړي. د امریکا استازو په تېرو وختونو کې څو ځله له طالبانو سره په اروپا او دوحه کې جلا جلا ناستې کړي او بيا هم د امریکايي پوځيانو د وتلو مهال وېش په ټاکلو نه دي توانېدلي او بيا هم طالبان بايد پوه شي، چې په مناسب وخت کې به داسې يو حالت راشي، چې د بهرنيو ځواکونو اشغال به په هېواد کې نه وي.

د وروستيو څېړنو او بحثونو په اړه زما نظر دی ، چې د سولې پروسه بايد د افغانستان په مشرۍ او د افغانانو په واک کې وي. د طالبانو او امريکايي چارواکو مخامخ خبرې به حالت دې ته برابر کړي، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي. که زما نظر او وړانديز پر ځای وي، نو امریکا بايد د دې بيعې پرې کولو ته چمتو شي.

ما د خپل ماموريت پر مهال له طالبانو سره نهه کاله وخت پر وخت ناستې او خبرې کړي دي. زه په دې باور یم، چې طالبان د پخوا په څېر فکر نه لري، چې دوی دې یو ځل بيا د نويمو کلونو په څېر واکمني ولري او زه په دې باور هم نه يم، چې طالبان دې افغانستان له نړيوالې ټولنې انزوا کړي. دوی پوهېږي، چې افغانستان له نړيوالې ټولنې او نورې نړۍ سره د مرستو لپاره اړيکو ته اړتيا لري.

د کابل پروسې په ناسته کې، چې د سولې په اړه کومه طرحه وړاندې شوې هغه دا ده: «موږ بايد د دې شجاعت او وړتيا ولرو، چې د مخالفينو شکايتونه او اندېښنې درک کړو، د روانې جګړې لاملونه او بنسټونه وڅېړو او د سولې په اړه بېلابېلو نظرونو ته غوږ کېږدو.» په دې طرحه کې دا ډېره نوې برخه وه او هيله ده، چې دا ځای د سولې راتلونکي لپاره د بنسټ په توګه پاتې شي.

په دغسې يوه مرحله کې، چې د خبرو د تبادلې لپاره د څرګندو ناستو پر ځای پټو او سري اړيکو ته اړتيا ده.

دغسې خوندي او پټې خبرې د هر لوري لپاره ګټورې او اړينې دي او هر لوری بايد د مخاطبينو لپاره خپلې خبرې په ځانګړې توګه وکړي.

سربېره پر دې د دغو خبرو لپاره د درېيمګړي لوري د ګډون اړتيا هم شته، تر څو په لومړيو وختونو کې د دواړو لوريو پيغامونه يو بل ته ورسوي او د خبرو تسلسل دوام ومومي او په دغو حالاتو کې پېښدونکو منازعاتو ته حل پيدا کړي، کوم چې په دې عملي اغېز کولی شي.

کېدای شي افغانستان اوسمهال د سولې په يوه مهم پړاو کې وي او د دې پړاو د بريا لپاره بايد دواړه لوري جدي احتياط، صبر، حوصلې او نرمي څخه کار واخلي.

سرچینه: https://blogs.prio.org/2018/03/the-beginning-of-a-peace-process-in-afghanistan-finally/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

کاى آيده يو ريښتيا ويونکى سياستوال او مثبت ديپلومات دى چې د افغانستان په کړکېچ کې دوکانداري او چنه بازي نه کوي بلکې دى د امريکا د تشدد سياست او زور ديموکراسي او هراړخ کې د پوځ او پيسو په جبر عملي مداخله غندي او د همدې په سر د افغانستان لپاره د استازي په توګه يې امريکا مخه ونيوله او ماموريت يې ورته لنډګنډ پاى ته ورساوه. زه فکر کوم که تالبان د ناروې د دغه ديپلومات سره لومړى خبرې بيا پيل کړي دى به په ښه توګه وکولاى شي چې نړېوالو ټولنو او امريکا سره دېپلوماسي وکړي او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x