افغانستان

غزني: د واغز امنيه قومندان و وژل شو

نن ټکی اسيا: د غزني ولايت چارواکي وايي، چې د واغز ولسوالۍ امنيه قومندان قاسم خان نن سهار شاوخوا اته بجې د یادې ولسوالۍ سيدووالو سيمه کې له خپلو ساتونکو سره روان و، چې پر موټر يې چاودنه شوه.

خبر زياتوي، چې د چاودنې په نتيجه کې قاسم خان له خپلو درې ساتونکو سره ځای پر ځای و وژل شو.

د غزني ولايت وياند محمد شفيق ننګ او د واغز ولسوال د يادې پېښې پخلی کوي او وايي، چې نوموړې چاودنه کې د واغز امنيه قومندان دوهم څارن قاسم خان سره له درې ساتونکو و وژل شو. د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x