افغانستان

روزګان کې د ملي اردو شپږو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): د روزګان امنیتي چارواکي وايي، طالبانو د چورې ولسوالۍ په قلعه راغ سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي، چې څلور عسکر یې وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي.

د چورې ولسوال امین الله خالقي وايي، تېره شپه د طالبانو په برید کې د ملي اردو څلور عسکر وژل شوي، دوه ټپیان شوي او یوه پوسته یې هم نیولې ده.

د خالقي په خبره، په دغه برید کې درې طالبان هم ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د چورې ولسوالۍ پر اړوند پوستو بریدونو کې یې د ملي اردو ۷ عسکر وژلي او ګڼې سپکې او درنې وسلې هم یې لاسته ورغلي دي.

طالبان خپل لوري ته مرګ ژوبله نه مني.

یاده دې وي، تېره ورځ په چورې ولسوالۍ کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې درې پولیس ټپیان شوي وو او یوه مېرمن پکې وژل شوې وه.

تېره اوونۍ طالبانو په روزګان کې د والي د ویاند دوست محمد نایاب په ګډون ۱۹ پولیس له ځانونو سره بېولي وو، چې ۱۱ تنه تراوسه ورسره بندیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x