غزني: اندړو کې پنځه اربکیان وژل شوي، پنځه ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې پنځه اربکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وايي، تېره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند په ارزو سیمه کې طالبانو د اربکیانو پر پوستو برید کړی، چې لسو تنو اربکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دی وايي، په دغه برید کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دی یې کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

په اندړو کې لسو اربکیانو ته داسې مهال مرګ ژوبله اوړي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو د اربکیانو پر ضد لاریون کړی او د غزني په ښار کې یې د تحصین خیمې وهلي دي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ د قره باغ لاریون کوونکو ته ژمنه ورکړه، چې د شېراباد پېښې عاملین به نیسي، ژوندي نیول شوي به راخوشې کوي.

لاریون کوونکو په مشروط ډول د کابل ـ کندهار لویه لاره خلاصه کړې ده؛ خو خپل پیل کړی لاریون یې تراوسه روان ساتلی دی.

طالبانو د اندړو د تېرې شپې د برید په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د