
افغانستان
روزګان: اربکیانو او پولیسو خپلمنځي ډزو کې یوه مېرمن وژلې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د روزګان په چوري ولسوالۍ کې د اربکیانو او پولیسو خپلمنځي ډزو کې يوه مېرمن وژل شوې او درې تنه پولیسو ټپیان دي.
د روزګان د ولایتي شورا رییس امیر خان بارکزی وايي، چې پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې د اربکیانو او پولیسو تر منځ له لفظي شخړې وروسته ډزې شوې، چې دغه مېرمن يې پخپل کور کې په ډزو وژل شوې ده.
د چوري ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي هم د پېښې تایید کوي خو وايي چې یوه مېرمن وژل شوې او یو پولیس ټپی دی.
هغه هم وايي چې په سیمه کې اربکیانو او پولیسو یو پر بل ډزې کړې دي.
تر دې وړاندې هم په روزګان کې ورته ګڼې پېښې شوې دي، چې د ملي اردو لیکې هم ترې خوندي نه دي پاتې شوې.
د شنونکو په باور دا ډول پېښې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې بې باوري لا پیاوړې کوي او جنګي روحيه يې ځپل کېږي.