غلام خان بندر؛ له څلورو کلونو وروسته بيا پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): غلام خاند بندر چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو یوه بله لاره بلل کېږي، له څلورو کلونو وروسته بیا پرانیستل شوې ده.

دغه لاره چې شمالي وزیرستان له خوست سره نښلوي، د پاکستاني چارواکو په قول په ازمایښتي ډول پرانیستل شوې ده.

د پښتونخوا د مرستیالۍ ویاند عبدالسلام وزیر بې بې سې ته ویلي، چې له افغان چارواکو سره پر دې هوکړه شوې، چې په اوونۍ کې څلور ورځې له پاکستان او دوه ورځې له افغانستان څخه موټر تګ راتګ وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی دا د سوداګرۍ لپاره یو نېک ګام بولي، خو هيله ښکاره کوي چې پاکستان له دې بندره سیاسي ګټه وانه خلي.

Miransha2014

مېرانشاه ښار؛ ۲۰۱۴ میلادي کال د پاکستاني پوځ د ضرب غضب عملیاتو جريان

د مالي وزارت د ګمرکونو رییس رشاد پوپل وايي، له څلورو کلونو راهیسې هلته ګمرکي چارواکي نه و، اوس چې له پاکستاني اړخ سره جوړجاړي ته رسېدلي، نو په سیمه کې به ګمرکي چارې فعالې کړي.

غلام خان بندر وروسته له هغه وتړل شو، چې پاکستاني پوځیانو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په مېرانشاه ښار کې د ضرب غضب عملیاتو په پایله کې دا ښار بشپړ ونړاوه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د