
خلیل کرزی: له پاکستان سره پر ځينو مسائلو بحث ته چمتو يو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، له پاکستان سره پر ځينو مسائلو د بحث لپاره چمتو دي.
هغه وايي چې پاکستان د افغانستان او هند پر اړیکو خواشینی ښکاری، خو په وينا يې حاضر دي چې د خبرو له لارې د دوی اندېښنې لرې کړي.
کرزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی غوښتنې واضح دي او په خبره يې څو ځلې له يې پاکستانه غوښتي چې د «ترهګرو» ملاتړ دې پرېږدي.
که څه هم پر ډېورنډ کرښه، کېندنې او اغزن سیم پای ته په رسېدو ښکاري، پر دې سربېره د دې کرښې اوښتو را اوښتو پر وخت وېزه حتمي بلل کېږي، خو کرزی لا هم ډېورنډ د ولسونو د مسئلې وړ بولي.
هغه وايي پاکستان او افغان حکومت په دې تړاو څه نه شي کولی، بلکې د ډېورنډ اړوند پرېکړه د ولسونو حق دی چې باید د لويې جرګې له لارې يې پرېکړه وشي.
کرزی د سولې په برخه کې د نورو افغان چارواکو په تقلید د پاکستان همکاري مهمه بولي او په قول يې د نړیوالو فشارونو په پایله کې اوس تمه لري چې پاکستان به په دې برخه کې همکاري وکړي.
افغان چارواکي د بهرنیانو پر ضد ولسي مقاومت د پاکستان په ملاتړ بولي او دغه هېواد په افغانستان کې پر مداخلي تورنوي.