نظــر

د مناس اډه د امریکا پر مخ ولې وتړل شوه؟

د قرغزستان د مناس ستره نظامی اډه په امریكا كې د 2001ز کال د سپتمبر له پېښې وروسته د همدې کال د دسمبر په میاشت کې هغه وخت د امریكا په واک کې ورکول شوه، چې تقریبا له هغې دوه میاشتې مخکې امریکا د پاکستان د کراچۍ له سمندر او د جیكپ اباد له هوایی اډې د افغانستان كلي او ولسونه په پرلپسې توګه تر شدید بمبار لاندې نیولی وو او د هېواد هره لوېشت په وینو او لمبو کې راحصار وو. د قرغزستان چارواکو له امریکا سره د مناس د هوايي اډې د تړون موده د 2001ز کال له دسمبره د 2014ز كال د جون تر پایه لاسلیک کړه او په تړون کې ژمنه شوې وه، چې په دې موده کې به دا اډه یوازې په افغانستان کې د امریكا د پیل کړې جګړې د لوژیستیکی اکمال لپاره کارول کېږي. 

امریكا ته د مناس اډه هم له اقتصادي پلوه او هم له امنیتي پلوه ګټوره وه، ځكه افغانستان ته د امریكا ټول لوژستیکي توكي د هوا له لارې د مناس اډې ته او بیا له هغې ځایه د ځمكې له لارې پر تاجکستان د هېواد د شمالی ولایتونو پر لار د باګرام نظامي اډې ته رسول كېدل، چې دا لار له امنیتی پلوه نسبتا د هېواد د جنوب او ختیځ له لارو په امن کې وه.
له اقتصادي پلوه ځکه ګټوره وه، چې د امریكا او ناټو د ځواکونو ډېری خوراکی توکي له اروپا انتقالېدل، دا چې قرغزستان اروپا ته نېږدې پروت دی، نو له همدې امله یې لار لنډه او اقتصادی وه.
قرغزستان تېر څه باندې دولس کاله په نړۍ کې یوازینی هېواد و، چې په یو وخت په كې د امریکا او روسیې نظامي اډې وې.
د امریکا په واک كې د مناس اډه ورکول د روسیې لپاره د تشویش او اندېښنې ځكه وو، چې روسیې نه غوښتل د روسیې د مشترک المنافع هېوادونو په منځ کې امریكا رسوخ وکړي او یا له دې اډې څخه د دوی په اړه په پټه څارګر فعالیتونه ترسره کړي.
بل دلیل یې دا هم و، چې امریكا او روسیه د تېرې سړې جګړې د پاللو په نیت لا هم د یو او بل د ګټو او رسوخ د مخنیوی او د یوې بلې سړې جګړې د پیل کولو نیمه ګامونه پورته کوي.
روسیې شاوخوا څلور کاله وړاندې پر قرغزستان له خپل رسوخ څخه په استفاده د قرغزستان چارواکي دېته وهڅول، چې د مناس هوایی اډه د امریکا او ناټو پر مخ وتړی. امریكا هم پرلپسې هڅې وکړې، چې د چین او روسیې د مشترک المنافع هېوادونو تر منځ د اجاره کړې دې اډې د تړون موده وغځوی، خو په دې هڅو كې پاتې راغله.
د قرغستان پارلمان د تېر زېږدیز کال په جون کې پرېكړه وکړه، چې د تړون موده به نه غځوی او د مناس اډه دې د 2014ز کال د جون په پای کې وتړل شی. امریکا هم له ناچارۍ له تېر کال څخه راپدېخوا د اډې په تخلیه کولو بوخته وه او د روان کال د جون په دویمه یې د تړون د نېټې له پوره کېدو یوه میاشت مخکې د اډې د سپارلو په رسمی غونډه کې خپل بیرغ راښکته او د اډې چارې قرغزی چارواکو ته وسپارلې.
د مناس په اډه کې د امریکا د پوځي چارو مشر جان میلارد د اډې د سپارلو په مراسمو کې وویل، چې “د تېرو څه باندې دولسو كلونو په موده کې د افغانستان جګړې ته هر ورتلونکی او بېرته تلونكی پوځي او مامور له همدې اډې څخه تېر شوی”.
د تړون په موده کې د مناس له اډې څخه تقریبا پینځه نیم میلیونو امریكایانو د تګ راتګ ګټه واخیسته.
امریکا او ناټو ته د خپلو نظامي توکو د بېرته وړلو ځمکنۍ لاره اوس یوازې د پاکستان لاره پاتې، که څه هم امریکا پرلپسې هڅې کوی، چې د افغانستان شمال ته له پروت کوم هېواد سره د خپلو توکو د خروج لپاره د لارې تړون لاسلیک کړي.
د امریكا پر مخ د مناس د هوايي اډې تړل په سیمه كې د امریکا نظامي حضور او سیاسي رسوخ تقریبا له منځه وړي. امریکا اوس پرلپسې هڅې کوی، چې د روسیې یا د روسیې د همګټو هېوادو پولو ته نېږدې په کوم هېواد کې خپل نظامی حضور پیدا کړی. د همدې هڅو په لړ کې ناټو په اوکراین كې د خپلو ځواکونو د مېشت کولو او امریكا په پولینډ کې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو ګامونه پورته کوی. پولینډ ته د اوباما د تېرې ورځې سفر هم د همدې موخې د ترسره کولو ګام و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x