افغانستان

هرات کې ترافیکي پېښې ۲۸ تنه ژوبل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): د هرات ځايي چارواکي وايي، تېره شپه د یو میني بوس د چپه کېدو له امله ۲۸ تنه ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، موټر له هرات څخه د افغانستان ـ ایران پولې ته روان و، چې د هرات ښار امام شش نور سیمه کې له سړک واوښت او ۲۸ تنه یې ټپیان کړل.

د شېرزي په خبره، ټول ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

د میني بوس د چپه کېدو له امله ۱۰ ښځې، یوه نارینه او ۱۷ ماشومان ټپیان شوي؛ خو د ټولو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په هېواد کې ډېری د لویو لارو موټر چلوونکي نشه يي توکي کاروي، چې وخت ناوخت د موټر چپه کېدو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x