افغانستان

کابل کې د سرحدي پولیسو پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی آسیا: د کابل امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار وختې د څرخي پله په سېمه کې د سرحدي پولیسو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه او یو صاحب منصب پکې ووژل شو.

د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو مشر مل پاسوال ګل اغا پاچا وويل، چې  نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د څرخي پله په بازار کې د سرحدي پوليسو پر رينجر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه.

نوموړی وايي، چې په دې چاودنه کې د پوليسو يو افسر او د هغه موټرچلوونکى ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

خو د یوه خصوصي روغتون چارواکو له پېښي وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې له دې چاودنې څخه دوی ته ۶ تنه ټپیان ور وړل شو او یوه یې ساه ورکړه.

په تېر کې هم د پولیسو او آن لوړپوړو چارواکو په موټرو پسې د نښتیو ماینونو چاودنې رامنځته کړې،د نظامي کارپوهانو په باور دا ډول چاودنې چې د یوه خاص تکتیک له مخې ترسره کېږي، یوازې او یوازې د برید هدف ته تلفات اړوي .

د چاودنې مسؤلیت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x