افغانستان

کندوز: حکومت د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې عام المنفعه پروژې له منځه وړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): کندوز کې د طالبانو تر ساحې لاندې حکومت برېښنايي جریان او تعمیراتي پروژې نه پرېږدي.

د کندوز ځايي اوسېدونکي وايي چې سیمه ییز چارواکي په لوی لاس د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې د خلکو کورونو ته برېښنا نه ورکوي او د عام المنفعه پروژو مخه نیسي.

د دوی په خبره دا چاره د حکومت او ولس تر منځ فاصله لا زیاتولی شي، خو حکومتي چارواکي يې په اړه پټه خوله دي.

د کندوز ښار یو تن اوسېدونکي د نن ټکی اسیا ځايي خبریال ته ویلي، حکومت له ولس سره د طالبانو سم چلند نه شي زغملی، دوی وايي چې د طالب تر لاس لاندې سیمو کې ټول خلک د طالبانو پلویان دي.

تر دې وړاندې امنیتي ځواکونو د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو تر لاس لاندې سیمه کې رغول شوی ښارګوټی بشپړ ویجاړ کړ.

دغه ښارګوټی چې د سیمې لسګونو تنو پکې پانګونه کړې وه، د یو مسجد، مدرسې او روغتيايي مرکز په ګډون يې لسګونه دوکانونه ویجاړ کړل شول.

نه یوازې د هېواد په شمال بلکې به جنوب او جنوب ختیځ ولایتونو کې هم د ګډ ځواکونو له لوري د عام المنفعه ځايونو نړول کومه نوې خبره نه ده.

څو ورځې وړاندې د پکتیکا په نکه کې بشپړ بازار او درې روغتيايي مرکزونه ګډو ځواکونه ولوټل، تر هغه وړاندې يې په میدان ودرګو کې څو کلینکونه ونړول او د هلمند په موسی کلا کې ښایسته بازار يې بشپړ ویجاړ کړ.

په ورته وخت کې د هلمند په سنګين او کجکي کې هم ورته پېښې شوې دي.

د کندوز ځايي اوسېدونکي وايي چې د حکومت د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې ولس نه شي زغملی، دوی په هڅه کوي چې په دې ډول ولس او طالبان سره په شخړه واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x