نړۍ

سعودي او امارات جنرال سيسي ته ۲۰ ميليارده ډالر ورکوي

“المصري اليوم” ورځپاڼې ليکلي، چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات به راتلونکو لنډو ورځو کې د مصر د کودتايي رژيم مشر او نوي ټاکل شوي ولسمشر فيلډ مارشال جنرال عبدالفتاح السيسي سره شل ميليارده امريکايي ډالر مرسته وکړي.

“المصري اليوم” د مصري چارواکو له قوله وايي، چې سعودي عربستان او اماراتو په دې اړه خپلو کې سره خبرې اترې هم کړي دي.

سرچينې وایي، چې سعودي چارواکو مصر ته ويلي، چې يوازې د سيسي د بريا په صورت کې به دغه مرستې مصر ته ورکول کيږي او د بل نوماند د بريا په صورت کې بیا دا ژمنه هيڅ معنا نه لري.

خبر زياتوي، چې دغه شل ميليارده ډالر به د مصر د مرکزي بانک او مصري پاونډ په تقويه کولو کې کارول کيږي، چې دې وروستيو کې د امريکايي ډالرو مقابل کې راپريوتي دي.

سرچينه زياتوي، چې سعودي عربستان او امارات به مصر کې د اوبو د پروژو، زراعت، د غنمو د زيرمو، تعليم او صحت برخو کې مرسته او بې وزله خلکو ته په لږ سود قرضونه هم ورکوي.

مصري اليوم د يو مصري چارواکي له قوله ليکلي، چې سعودي او امارات به خپل سوداګر وهڅوي تر څو د مصر د تېلو او ګازو راويستو او پاکولو کې پانګونه وکړي.

د تېر ۲۰۱۳ کال د جولای مياشت په درېيمه نېټه د مصري پوځ سرلښکر جنرال عبدالفتاح السيسي پر منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي پوځي کودتا وکړه او د مرسي په ګډون د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه قيادي غړي يې بنديان کړل او اخوان المسلمين يې تروريست ګوند اعلان کړ.

له کودتا وروسته سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم اخوان المسلمين تروريست ګوند اعلان او د اخوان په فعاليتونو يې بنديز ولګاوه.

يو شمېر باوري سرچينو ويلي، چې جنرال سيسي د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په مالي مرستو او سياسي ملاتړ د مرسي پر خلاف پوځي کودتا وکړه.

ويل کيږي، چې سعودي عربستان او اماراتو جنرال السيسي ته پنځلس ميليارده ډالر ورکړي وو، چې د دکتور محمد مرسي پر خلاف پوځي کودتا وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x