شعـــــرونه

تبسم سره ګفتــار / منیب

رحمت الله منیب

تبسم سره ګفتــار در سره خونـــد کــړي
په ګلونو کې رفتـــار در سره خـوند کړي

همېشه چې د ګلاب غــوندې معطــر یې
بس وږمي د نوبهار در سره خوند کـــړي

چې اخلاقـــو نه دي خلک متاثــــــر شي
پیروي د داسي لار در سـره خـــوند کړي

چې تهلیل ته لکه ستوری شپه سبـا کړې
پرستش د کــــردګار در سره خــوند کړي

چې اړینو تـــه د اړ په وخت په کـار شې
داسې کړنې او کردار در سره خونـد کړي

هـــدایت کې چې سبق ور نه حاصل شي
دا لیکنې دا اشعـــار در سره خونــد کړي

په غمونــو یې غمجن په ښادي ښــاد شه
زندګي کې دغه کار در سره خونــــد کړي

په غـــــــزل کې یې منیبـــه ســره پېیــه
د زرینو تورو هــار در سره خونـــــد کړي

06/03/2018

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x