فیسبوک باید په مناسبه طریقه استعمال شي

لیکوال :بدرځلاند

نن سبا د نړی په میلینونو کسان مسلمان او کافر متقیان او فاسقان مشران او کشران نارینه او ښځینه د انټرنیټ په جال کې ګرځي راګرځي.

انټرنیټ چې د نړی زیاتره خلک ترې فایده اخلي او د هرقسم کاروبار اسانتیا پکې شتون لري.

خو بل طرف د غربي نړی د فحشا ګرم بازار یې هم تر هرچا پورې رسولی او هر انسان په ډیره اساني سره لاس رسۍ ورته لري .
لکه څنګه چې د مسلمان او کافر یا متقي او فاسق په ظاهره اعمالو کې فرق وي.

لازمه ده چې د انټرنټ په نړی کې هم دواړه ډلې فرق ولري.

او د بې هوده او فحشا عکسونو ویډیوګانو له کتلو او نشرولوځانونه وساتي.

دا چې انټرنټ د انسان قیمتي وخت ضایع کوي باید له زیات استعمال څخه یې ځان وساتل شي.

د انټرنټ په جال کې چې نن سبا زیات عوام خلک ورته لاس رسۍ لري هغه دفیسبوک اداره ده.

د دې په خاطر چې دا زمونږ او ستاسو او د هر مسلمان فریضه ده چې خلک له هرقسم ګناهونو خبر کړو او ترې منعه یې کړو.

ضروري ده چې د انټرنټ په نړی کې هم هغه شان مبارزه وکړو لکه په ظاهره یې چې کوو.

مسلمان ته پکار ده چې اول خو له دې فاسدې ادارې لرې پاتې شي.

او که بیا یې استعمالوي باید خپل اسلامي او شرعي حدود په نظر کې ونیسي.

هغه دا چې د حق ملاتړ او د باطل مقابله او ذم بیانول خپل حق وبولي.

که چیرې یو تن د فیسبوک په اداره کې د اسلامي نړی نن سبا ناخوالو او مظلومیت ته متوجه شي هیڅ کله به د ګمراهي او فحشا کتلو او پلټنو ته اوزګار نشي او نه به یې زړه وغواړي چې د مسلمه امت د دې بدترین حالت له لیدو وروسته دې هم د غربي دښمنانو فاحشې پاڼې وګوري
مسلمان باید لکه څنګه چې له مسجد، مدرسې، عبادت، صدقې، سره سر اوکار وي باید فیسبوک کې هم له نصیحت، تبلیغ، امر بالمعروف،او نهې عن المنکر څخه کار واخلي

کشران باید په کلکه د فیسبوک له استعمال څخه منعه کړل شي او هر وخت تر تعقیب لاندې ونیول شي ترڅو په خپل کور کې د غربي نړی له مهلکې او فاحشې مفکورې متاثره نشي او خپل دین او کلتور ورته بې ارزښته ښکاره نشي.

که اسلامپال مبارزین هم د انټرنټ له لارې خپله مبارزه ګړندی نه کړي نو خپل ځوانان به مو په لوی لاس د سیکولرانو،دیموکراتانو،او نورو د باطلو مذهبونو د دعوتګرو لومو کې ور اچولي وي او په نیږدې راتلونکي کې به مو ځوانان په پردی مفکوره او عقیده سمبال شوي وي او بیا به زمونږ اوستاسو د ټولنې لپاره ناسور ګرځیدلي وي لکه نن صبا چې بعضې ځوانان وینو.

عوام ځوانان باید د فیسبوک په وجه چاته تکلیف ورنکړي.

هغه څوک چې نه یې پيژني یا کوم ضروري کار نه ورسره لري باید د مسنجر له لارې یې تکلیف نکړي. ځکه مسلمان هغه ده چې نور خلک د ده له ضرره په امن وي.

مسنجر کې باید د ګمراهانو او بی لارې خلکو سره ګروپ کې ځان داخل نکړو ځکه هر ماحول تاثیر لري.

یوټیوب خو د فساد اصل مرکز ده باید هیڅکله بې غیر له ضرورته و نه کتل شي.

عوام ځوانان چې تازه د فیسبوک بې سرحده اداري ته داخل شوي باید خپل کلتور خپل افغانیت او انسانیت شاته و نه غورزوي د پردیو باپته باعزته پیغلو عکسونه کتل او یو بل ته لیږل د ناموس د دلالي په معنا ده.

ایا څوک دا غواړي چې خدای نخواسته د ده د ناموس عکس دې څوک فیسبوک کې نشر کړي؟

نه هرګز نه، هیڅوک هم دا نشي برداشت کولای.نو که تا د بل چا د ناموس عزت ونه ساته خدای مکړه سبا به تا هم خدای پاک ج امتحان کړي.

باید ته د بل د ناموس عزت وساتې تر څو خدای پاک ستا ناموس محفوظ وساتي.

د لغړزنو هلکانو عکسونه نشرول د انسان د بې وجداني او پست فطرتي او په ټولنه کې د بچه بازانو او ذلیلو خلکو کار ګڼل کیږي او په نشرولو کې یې صرف شیطان خوشحالیږي تاته کوم خوند او ګټه په لاس نه درځي باید ځان ترې وساتل شي.

خو نن سبا ډیر هوښیاران نیکان اشخاص په دې سپک او ناوړه کار اخته دي الله جل جلاله دې هدایت ورته نصیب کړي ـ “امین”

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د