غزل / حلمیار

حمدالله حلمیار

جانانه ځم، خو څه ساده خبره هم نه ده
تا هیروم، خو څه ساده خبره هم نه ده

ستا جفا ګانې، ستا یادونه او په زړه تیرول
د فراق غم خو څه ساده خبره هم نه

د عشق کیسه ده، د ګلاب د رژیدو اوښکه
راز د شبنم خو څه ساده خبره هم نه ده

په زهرو نه مري، په تېغ نه مري خو له شرمه مړ شي
بني ادم خو څه ساده خبـــــره هم نه ده

کله غزل ولیکي، کله انقلاب راولي
زما قلم خو څه ساده خبره هم نه ده