افغانستان

راپورونه: برګډال محاکمه کېږي

تازه راپورونه وايي چې د پنځو لوړ پوړو طالبانو په بدل کې خوشي شوی امریکایي بندي بوئی برګډال ښايي محاکمه شي.
د امریکا د امنیتي قواوو مشر جنرال مارتین دمپسې وايي، که چېرته دې عسکر غلطې کړې وي، نو زموږ پوځ به پرې سترګې پټې نه کړي.

د یاد بندي په بدل کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما تر سختو نیوکو لاندې دی، او د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي، د جان مکین په ګډون د پنځو لوړ پوړو طالب مشرانو خلاصون د امریکا لپاره خطرناک ګڼلی، خو بارک اوباما وايي چې دوی هیڅ خطر نه لري.
د بویی برګډال اړوند د هغه له خوشي کېدو وروسته په رسنیو کې راپورونه ډېر شول، چې د هغه د پلار له خولې پکې دا خبره هم شوې وه، چې زوی يې له فکري اړخه طالب شوی دی. د شنونکو له قوله ښايي د دمپسې موخه به د برګدال همدا فکري بدلون وي.
طالبانو تېره یکشنبه خپل لوړپوړي طالب زندانیان چې نږدې دیارلس کاله يې په کیوبا کې تېر کړي وو، د برګډال په بدل کې راخوشي کړل. چې په ټولیزو رسنیو کې يې خورا تود هرکلی وشو.
طالبانو برګډال د خوست په علي شیرو کې مقابل لوري ته تسلیم کړ، په خپره شوې ویډیو کې ښوودل کېږي، چې برګدال چورلکې ته د ختلو په وخت کې د خپلو ملګرو له لوري تالاشي کېږي، تر دې وړاندې یو طالب د برګډال په اوږه لاس ورږدي او په خوستي لهجه ورته وايي: بیا افغانستان ته رونشې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x