fbpx
Bove-Brigdal-

د بوبرګډال تبادله او کاواکه شنوونکي

دا نن چې یې کار پوهان او سیاسي مبصرین بولي د دوی ډیری شکاکیان او اپلتیان دي، په رسنیو کې د دوی ځیني شننې او تحلیلونه ډیرې ښایسته ټوکې دي او د درنو لوستوالو له پاره یې له معاصر تاریخ نه څو بیلګې راټولوو، د بم الوزولي استاد رباني په اړه مي اوریدلي و چې یوه ورځ خپلې ميرمني یوه ګرمه چمچه وهلی و په سبا یې ویاند ادعا وکړه چې د استاد او دهغه د ميرمني ترمنځ په مخالفت او اخ وډب رامنځته کولو کې د هغه د مخالفینو لاس لرل شوني دي بله ورځ کارپوهانو! دا موضوع څو ورځې تر شننو لاندي نیولې وه! خبره یې د چمچې تر جوړوونکي هیواده وغځوله او ګڼ جهتونه یې په پیښه کې ښکیل وبلل.

له اوباما مخکي د متحده ایالاتو آبل کم عقل ولسمشر واکربوش په اړه هغه وخت مطبوعاتو یو خبر خپور کړ چې په ځانګړې کرونده کې یې ډیرې خطرناکې او پیاوړې مږې پیدا شوې دي او کرونده یې له خطر سره مخامخ کړې ده، د نړۍ ډیری شنونکو دا پیښه په القاعده پوري وتړله او زیاته یې کړه چې ډیر امکانات لري چې د بوش د کروندې پر خلاف خطرناک پلان القاعده رهبري کوي، د سیمې کارپوهانو هم هغه مهال د مږو ګړندي حرکت ویروونکی وباله او د استدلال له پاره یې د بسته پټي شوتلې خوړل د مږو کار نه باله بلکي پټ لاسونه یې تورن کړل.

څه موده مخکي زموږ په هیواد کې سخت سیلابونه راغلل او ډیر هیواد وال یې متضرر کړل، لسګونه خلک په کې مړه او ډیر بې کوره شول، زموږ د ټلویزوني چینلونو په ګردیو میزونو راتاو شیک کاروپوهانو یې په اړه شننې او تحلیلونه کول ځینو یې لا دا هم وویل چې په دې سیلابونو کې د پاکستان او پاکستاني څارګرې ادارې آی ایس آی لاس لرل نشي تردیدولی، دا چې د دې ادعاو د ثبوت له پاره به یې له (ځکه…) وروسته څه ویل په هغو مو سرونه نه در خوږوم که دومره وکړئ چې د اپلتیانو په اړه زما په اپلتو مي وبښئ…

دې اپلتو ته ځکه اړ شوم چې نن سبا تر هغو تیرو چټیاتو او اپلتو زیات چټیات روان دي په ځانګړې توګه د اسلامي امارت له خوا له متحده ایالاتو سره د بندیانو د تبادلې پر موضوع، په اصطلاح کارپوهان او شنونکي لګیا دي د پیښې په اړه مختلف احتمالات رامنځته کوي، او په پایله کې خپله پوجه ادعا ثابتول غواړي هغه دا چې د دوی په ګای طالبان د امریکې پروسه ده!!. دوی وایې: امریکایې سرتیری بوبرګډال طالبانو ته لیږل شوی و او د تبادلې موضوع نمایشي ده! بیخې عجیبه منطق او نادر استدلال ده، پخپله د امریکا دپروسې پرزې او هډوکي دي، د ډالرو په ترلاسه کولو یې خپل ضمیر او وجدان پلورلي دي، دیارلس کاله له کرزي نیولې تر چپړاسي پوري ټول د امریکا په جوپړ کې بوخت دي، د اولس په سر اورونه او لمبې اوري دوی جیبونه ډکوي د فساد نړیوال ریکارډونه یې ټینګ ګړل په مقابل کې د طالب وینه بهیږې او خپل کور ورته سور اور ګرځیدلی دی خو طالب د امریکا پروسه ده او دوی ولسپال او د ولس ژغورونکي دي!!!

هغه د کلیوالو په وینا خبره ښکاره ده هرچا ته معلومه ده چې غوا توره پۍ یې سپینې دي، دوی ته د طالب بریا خپله نابودي ښکاري، نو د طالب هرې بریا ته د شک په سترګه ګوري او کوښښ کوي داشکونه خلکو ته ولیږدوي، ځکه د طالب تاریخ د فساد او شر پر ضد پیل شوی ده، طالب په لومړي ګام کې له هیواد نه شراوفساد او ظالم ټوپکماران شړلي وو، او نښې نښانې داسي لیدل کیږې چې د نوي شراو فساد وخت هم پای ته رسیدونکی ده، ځکه خو یې شنوونکي او کارپوهان داسي کاواکه خبرې او ښایسته ټوکې کوي، ولس ټول پوهیږي چې په موجوده اداره کې یې پریمانه قاتلان له نویو شعارونو سره رایوځای شوي دي، د شر او فساد دویم پړاو (موجوده اداره) د لومړي پړاو(پخواني ټوپکیان) تداوم ده د تحول، بدلون او همګرایي خبرې خلک غولول او پوچې ادعاوې دي، اصلي تحول به د الله به امر سره طالب رامنځته کوي او د شر او فساد له دویم پړاو نه به هیواد ژغوري.ان شاء الله تعالی

نښتر، د نعمان منلي کالم ، نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د