سیکولریزم ته لنډه کتنه‎

لیکوال: مسیح الله نوري

نړۍ مو د ډېرو فکرونو کوربه ده، په دې مانا چې هر انسان ځانګړې سیاسي ـ ټولنیزې تګلارې لري. ځینې بیا غواړي خپل فکر ته وده ورکړي او خپلې تګلارې په نورو وګړو وتپي. په سیاسي ـ ټولنیز چاپېریال کې د ډېرو فکرونو او څرګندؤنو شتون دې ته لاره هواره کړې چې ډېر سیاسي ـ ټولنیز فکري مکتوبونه جوړ شي.

هر فکري مکتب ټولنې ته خپله موخه او تګلاره بیانؤی، ځینې یې د ټولنې په خیر او ځینې یې بیا ټولنې له بحران سره مخ کولای شي.

په اوسنۍ نړۍ کې په سیاسي ـ ټولنیزو بحثونو کې د سیکولاریزم کلمه ډېره تر غوږ کیږي. سیکولاریزم هم د نورو فکري مکتبونو په څېر یو اندودیز مکتب دی؛ ډېر موافقین او مخالفین لري. پاتې دې نه وي چې زه (لیکوال) د سیکولاریزم پلوی نه یم او دا لیکنه صرف د پوهاوي بڼه لري.

سیکولاریزم ولې او څه وخت منځ ته راغی؟

په منځنیو پېړیو کې اروپا کې کلیسايي واک حاکم وو، خلکو کلیسا د یوه حکومتي جوړښت په توګه منلې وه. د وګړو ژوند په مستقیم او غیر مستقیم ډؤل د کلیساګانو په واسطه څارل کیدو. کلیسا په اروپا کې داسې نظریه خپرې کړې وې چې په مطلق ډؤل باطلې وې، او چا ته دا حق نه وو ورکړل شوی چې د کلیسا څرګندؤنه ونه مني او یا يې وڅېړي. ښه بېلګه یې د ځمکې فیزیکي شکل دی، کلیسا په دې باوري وه چې ځمکه مسطح ده او ځمکه د شمسي منظومې په مرکز کې ځای لري او لمر او سپوږمۍ یې په مدار څرخي.

دا د کلیسا یو بې کاره نظریه وه او خلک یې منلو ته اړ کړي وو، مګرګالیلئوګالیله ایټالیوي مخترع او د خپل عصر لوی عالم د دې نظریه رد ته لستوڼي را ونغاړل او د خپل لاس جوړ شړي تلسکوپ په وسیله دې پایلې ته ورسید چې ځمکه نه مسطح ده او نه د لمریزې منظومې مرکز ده. کلیسا دا لوی عالم د عقیدوي اختلاف په تور محکوم کړ او د سزا ورکولو لپاره یې په ژوندون سوځول غوره کړ. مګر ګالیله د خپل نظریه نه تېر شو او د کلسیا توبه نامه یې لاس لیک کړه او خپل ځان یې د اور نه خلاص کړ.

د دې نه دا څرګندیږي چې کلسیا په اروپا کې نه دا چې د پرمختګ په مخ کې لوی خنډوو، د دې سره سره یې د اروپا په شاتګ کې په منځنیو پېړیو کې مرکزي رول ادا کړی وو. کلیسا یو ډؤل استبدادي حکومتولۍ ته مخه کړه. د دې سره وګړي په دې فکر شؤل چې دین او مذهب په ټولنه کې د حکومتولۍ په چوکاټ کې د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي.

په دې ټوګه د سیکولاریزم لومړني ګامونه واخیستل شؤل او په ډېر کم وخت کې یې ډېر لارویان پیدا کړل.

نو ویلای شو چې سیکولاریزم د منځنیو پېړیو راپدېخوا په سیاسي ـ ټولنیز چاپېریال کې خپل ځای پیدا کړ. دلیل یې هم د کلیسا بې کاره حکومتولي وه.
سیکولاریزم په ریښتیا څه ته وایي؟

سیکولاریزم فرانسوي کلمه ده، د دین او سیاست بېلوالي باندې ټینګار کوي. یعنې حکومت او دولت کې د دیني او مذهبي عقایدو نشتون. سیکولاریزم دین ته د یو شخصي ملکیت په سترګه ګوري. مانا دا چې هر څوک دې دین په خپل کور کې وساتي او په ټولنه کې د تبلیغ او احکام جاري کولو اجازه نه ورکوي. اولین ځل یوه برېتانوي لیکوال (جورج هالی اوک) د سیکولاریزم کلمه په ۱۸۴۶ زیږدیز کال کې په خپله یوه لیکنه کې کارولې ده، په هغو وخت کې د کلمې ته د آزادۍ مانا کارېدله.

سیکولاریزم دا نه وایې چې مذهبي رهبران به په سیاسي او ټولنیز چاپېریال کې خپل اندود نه څرګندوي، دوی په دې عقیده دي چې مذهبي عقاید د باید په ټولنه په زور او جبر تحمیل نشي او د نه منلو په وخت کې باید چا ته سزا ورنکړل شي. په سیکولر حکومتونو کې د ټولنې مهمې او هر اړخیزې پرېکړې د سیکولاریزم عقایدو پر بنسټ نیول کیږي.

په سیکولر دولتونو کې قضایي چارې د سیکولاریزم په رڼا کې پر مخ ځي او د مجرم دین او مذهب ته خاصه پاملرنه نکیږي. سیکولاران د اروپا منځنیو پېړیو ته په کتو غواړي چې په نړۍ کې سیکولاریزم ته وده ورکړي او په ډېرو هېوادونو کې یې حاکم کړي، مګر دین او مذهب د ټولنې د پرمختګ اصلي وسیله ده، خو که چېرې هغه اسلام وي.

د سیکولاریزم او اسلامي نظام ټکر؟

اسلامي نظام هغه نظام ته وايي چې په حکومتي جوړښټ کې د اسلام قوانین او عقایدو ته لومړیتوب ورکړل شي او دین ته په مقدسه او درنه سترګه وګوري. په اسلامي نظامونو کې د مساوات پر ځای اعتدال ته مخه شوی، سیاست او دین په خورا ښه انداز سره جوړ شوي او د ټولنې د هر اړخ د ستونزو حل لاره پکې څرګنده شوی. پاتې د نه وي چې په سیکولر نظام کې د اسلامي حجاب په مراعات کولو بندیز دی، ځکه دوی حجاب ته یوه تبیلغي بڼه ورکؤي. دا چې دین له سیاست نه بېل کړو نو د جرمونو او فحشا زیاتېدلو ته مو لاره هواره کړي او په دې توګه د ټولنې اخلاقيات به هم کلکه ضربه وویني. د اسلامي نظام تر ټولو ښه ټکی دا دي چې دین ته لومړیتوب ورکړل شوی او کله چې د یوه ټولنې مشترک او واحد دین وي نو د ټولنیزو اختلافاتو او تعصب کچه را کمیږي.

په پای کې د سیکولاریزم د ښه والي او بد والي، د ګټو او تاوانونو تله تاسو ته پرېږدم.

۱۸ کب ۱۳۹۶
کابل افغانستان ​

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

نوری صاحب ! ښکلی لیکنه دی لیکلی ، په هغو برخو کی چه زما د معلومات له مخی ناسمه وی زړه می وو چه تبصره ولیکم معلومیږی چه تبصره به یی په اړه اوږده شی که مناسب وخت می درلود په اړه به یی کومه لیکنه ولیکم مننه

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. د ګران ورور مسیح اللّه نوری څخه ډېره مننه چه پورته معلوماتی لیکنه ئې خپره کړېده البته زه به هم پخپلو ماتو ګوډو ګوتو کومه ورځ پدې هکله کوم څه ولیکم چه هیله مند یم جمال ممال غوندی احساساتی لوستونکی د هغې د هضم توفیق ومومی چه البته که ئې ونه مومی هم زه د تکفیر د سوټیانو څخه کومه بېره نلرم. نن سبا سکولریزم په سیاسی- اجتماعی ادبیاتو کی ډېر کارول کیږی خصوصاً زموږ د هیواد د ځینو تحلیل ګرانو لخوا. د هغی ورځی څخه چه د افغانستان پنوم کوم دولت رامنځته شویدی او بیا تر نن… نور لوستل »