افغانستان

د خوست چارواکي: د غلام خان بندر لاره نه ده پرانيستل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ ځينو رسنيو ويلي و، چې د غلام خان بندر لاره پرانيستل شوې او په مالونو بار يو شمير لارۍ هم خوست ته اوښتي دي.

خو د خوست د والي مرستيال شېر بادشاه اورګوني پژواک ته د رسنيو راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې تر اوسه خوست ته په مالونو بار هيڅ لارۍ نه ده اوښتې او نه ورته په دې اړه له کابل څخه کوم مالومات ورکړل شوي.

د هغه په خبره، غلام خان بندر په يو اړخيز ډول تړل شوی افغان لوری يې له پرانيستلو سره ستونزه نه لري، خو يواځې د کابل لارښوونې ته انتظار باسي.

د غلام خان بندر شاوخوا درې کاله مخکې د پاکستان له لوري هغه وخت وتړل شو کله چې په سيمه کې پوځ عملیات پيل کړل.

په عين حال کې د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼی وايي، د غلام خان بندر له تړل کېدو مخکې خوست، لوګر، پکتيا، غزني او يو شمير نورو ولايتونو ته له دې لارې سوداګريز مالونه واردېدل او که اوس يو ځل بيا پرانيستل شي نو د سوداګرو لپاره به اسانتيا رامنځته شي.

د غلام خان بندر لاره د نورو لارو په پرتله د پاکستان سوداګريز مرکز کراچۍ ته څلورسوه پنځوس کيلومتره نږدې ده.

جمال تڼي، له پاکستاني او افغان چارواکو غوښتنه وکړه چې سياست دې په سوداګرۍ نه ورګډوي.

د خوست د ولايتي شورا غړی عبدالولي واحدزی وايي، د ګډ حکومت مشرانو د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه چې د غلام خان بندر ستونزه به حلوي خو په وينا يې دواړه مشران په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

د دغې ولايت ترانسپورت چارواکي وايي، دوی هر کال له دې لارې دېرش ميلونه او د ګمرک رياست نږدې نوي ميليونه افغانۍ عوايد لرل خو اوس هرڅه په ټپه ولاړ دي.

د ځمکني ترانسپورت امر کريم باد شاه وايي: ((که دا لار رسمي ترانزيټي بڼه خپله کړي، بيا به سلګونه ميليونه عوايد دولت تر لاسه کړي. هم به يې د فرار مخه ونيول شي او هم به سوداګر په اسانۍ سره مالونه وارد کړي.))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x