افغانستان

سياف: حکومت دې د خلکو له جېبه د سولې په نوم «بخششونه» نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د حراست او ثبات شورا مشر عبد رب الرسول سیاف وايي، حکومت دې د خلکو له جېبه طالبانو ته د سولې په نامه «بخششونه» نه ورکوي.

هغه چې پرون د مارشال قسیم فهیم په تلین غونډه کې خبرې کولې د حکمتیار څرګندونو ته په اشارې وویل، چې هیڅ ځای باید د سولې په نوم طالبانو ته ور ونه سپارل شي.

سیاف وویل طالبان باید له جګړې لاس پر سر شي او دا یو لار د سولې لپاره مناسبه لار ده.

هغه د «استشهاد او انتحار» په اړه هم د حکمتیار مخالفت وکړ او ويې ویل چې «حلال او حرام» معلوم دي.

د سیاف په وینا هیڅوک نه شي کولی چې « حلال حرام او حرام حلال کړي.»

په همدې مراسمو کې د حزب اسلامي یو مشر عبدالهادي ارغندیوال بیا پر یووالي ټينګار وکړ، هغه وویل نور باید بهرنیان زموږ اوښکې توی نه کړي.

د حزب اسلامي بل مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د کابل پروسې له ناستې وروسته یوه طرحه وړاندې کړې وه، چې په وینا يې طالبانو ته د «امن سیمو» په نوم ځینې ولایتونه ورکړل شي.

هغه وړاندې تر دې هم د «استشهاد او انتحار» په اړه توضیحات کړي و، چې په وینا يې له ملکي تلفاتو پرته سرتېري بریدونه «استشهاد» ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

تر سیا ف خبیث ، پوتین او ترمپ ډیر شرف لری ، هغوی هر څه چه دی کافر دی د اسلام دشمنان دی مرګ سیاف خبیث د اسلام په جامه کی د اسلام او مسلمانانو تر ټولو لوی دشمن دی الله ج دی هماغسی یوځل بیا وشرموی چه امریکایانو یی په کور چاپه ووهله نارینه یی ورله وتړل او د دوی په مخکی یی ورله زنانه تر اخری کچی بی عفته او بی عزته کړی ویدیو ګانی یی ورله ډکی او بیا یی خوشی کړل ورته وویل شول که زمونږ له اوامرو دی سرغړونه وکړه دا به علنی کیږی نو… نور لوستل »

مجيب الرحمان

دغه سپين ږيرى تر ټولو غټ دوه مخه انسان دى. دى بايد هېڅ ونه غږېږي ځکه چې د ستونزو زېږولو عامل دى. دى په سپينه ږيره د اسلامي اصولو په اساساتو خبر خو اعمال يې ضد اسلامي دي. ډېر ې ناوړه پرېکړې او بې انصافه او منافقه ګروپونو سره يوځاى دى. الله ج دې پخپله ورته سزا ورکړي او آخرت يې خراب شه.

نورالدین

لکہ تاچی دمجاھد پہ نامہ دامریکا لہ جیبہ بخشیشونہ اخیستل

نورالدین

اولکہ تاچی ھغہ ستاحلال جھاد حرام کړ‎ی

اخترمحمد گیلانی

دا دناټو مفتی سه وای شرم دی موژ سوله غواړ و جنګ بس دی طالبان ددی وطن اصلی او سیدونکی دی ته خو مهاجر یاره

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x