افغانستان

د فراه ولايتي شورا: بالابلوک کې نهه کمانډو عسکر او شپږ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې پنځلس دولتي عسکر وژل شوي دي.

نوموړي اريانانیوز ته ويلي، طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط په فراه رود سيمه کې په دولتي ځواکونو بريد کړی، چې په ترڅ کې يې نهه کمانډو عسکر او شپږ پوليس وژل شوي دي.

فريد بختور زياتوي، د بريدونو پر مهال درې پوليس طالبانو ژوندي نيولي او له ځان سره يې وړي دي.

په ورته وخت کې د فراه امنيه قومندان فضل احمد شېرزدا وايي، په فراه رود سيمه کې عمليات جريان لري او پر مهال يې لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي، په دې عملياتو کې يواځې څلور عسکر وژل شوي دي.

له بله پلوه طالبانو د دغې بریدونو مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې سيمې ته په ورغلې عملياتي قوې يې بريدونه کړي او په ترڅ کيې ۵۳ کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د مجاهد په خبره، په جګړو کې يې له دولتي عسکرو په زياته اندازه وسلې او مهمات نيولي او اوس مهال سيمې ته ورغلې قوه د تېښتې په حال کې ده.

له تېرو څو ورځو راهيسې د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود سيمه کې د دولتي ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي چې طالبان وايي عملياتي قوې ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x