افغانستان

دویم تعقیب: د واغز له قومندان سره مرستیال هم وژل شوی

نن سهار شاوخوا اته بجې د غزني ولایت د واغز ولسوالي په سیدو والو سیمه کې د یادې ولسوالي د امنیه قومندان پر ټانګ چاودنه وشوه، چې په پایله کې يې قومندان د مرستیال په ګډون له څلورو پولیسو سره له منځه لاړل.

طالبان وايي چې ماین د دوی ملګرو ښخ کړی وو او په خبره يې د امنیه قومندان قاسم له خپل مرستیال محمدولي سره هغې سیمې ته روان و، چې پکې پوسته تربرید لاندې راغلې وه.
د خبر له مخې په پوسته کې یو پولیس مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.
بل خوا نن په ورته وخت کې د هېواد په لویديځ کې د هرات ولایت اړوند د برامان په سیمه کې د لویديځ زون د هماهنګي ریس له پنځو تنو افسرانو سره ووژل شو.
طالبان وايی چې دوی د ملي اردو په کتار کې تېرېدل چې د بريد په پایله کې د ګڼو تخریب شويو موټرو په ډله کې د دوی موټر هم حساب شو او له منځه پکې لاړل.
دا په داسې حال کې دی، چې دولتي مسوولین د هېواد په سطحه د راتلونکو ټاکنو لپاره د پوره امنیت د ډاډ راپورونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x