افغانستان

محقق: د جنرال دوستم نیستي، لویه تشه رامنځته کړې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي چې د جنرال عبدالرشید دوستم نیستي «لویه تشه رامنځته کړې ده.»

محقق چې پرون د عبدالعلي مزاري په تلین غونډه کې خبرې کولې وویل، ښه به وي چې جنرال دوستم بېرته راوستل شي.

د هغه په خبره که د جنرال دوستم او ارګ یا هم عطامحمد نور او ارګ تر منځ هم بهرنیان مداخله کوي، نو دا به دا مانا لري چې دوی تر موږ هم زموږ هېواد ښه پېژني.

تر دې وړاندې پخپله جنرال دوستم هم تازه څرګندونو کې ويلي و، چې د ده نیستي په هېواد کې «تشه» رامنځته کړې ده.

محمد محقق له جنرال دوستم او عطامحمد نور سره یو ځای «د افغانستان لپاره د خلاصون ایتلاف» په نوم یوه هوکړه کړې وه، چې عملي ګام يې ونه لیدل شو.

په دې مراسمو کې صبغت الله مجددي هم د حکومت مشران په قومي تبعیض تورن کړل او غږ يې پرې وکړ چې قومي نفرتونه دې نه راپاروي.

احمد ولي مسعود بیا د جمعیت له ادرسه د ولایت، وزارت او سفارت غوښتنه ناسمه وبلله، خو ضمناً يې ټینګار وکړ چې حکومت کې باید لوی سیاسي تحول راشي.

۲۳ کاله وړاندې عبدالعلي مزاري په غزني کې د طالبانو له بنده د تېښتې پر مهال ووژل شو، چې دوه کاله وړاندې ورته محمد اشرف غني «د ملي یووالي شهید» لقب ورکړ.

جنرال عبدالرشید دوستم له ایشچي سره د جنسي ځورونې او تېري د دعوې په اوږدو کې د روان کال په ثور میاشت کې ترکيې ته لاړ، چې تر اوسه بېرته نه دی راګرځېدلی.

د هغه زوی باتور دوستم وړاندې ویلي و، پلار يې د راتګ نیت لري خو ارګ کې يې «ځینې کړۍ» د راتګ مخه نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x